د غوږ د خیري په اړه پنځه رازونه

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د نوې څېړنې له مخې،‌ د غوږ خیری د باکتریا او میکروبو ضد مواد لري.

په دې راپور کې د غوږ د خیري په اړه پنځه رازونه سپړل شوي، چې د یوې امریکايي څېړنې له مخې د ځینو ناروغانو د معاینې پربنسټ جوړه شوې ده.

د غوږ خیری یو له هغو موادو دی، چې د انسان له جسم څخه وځي، چې معمولاً په ادبناکو مجالسو کې پرې خبرې نه کېږي، خو ځینې انسانان یې له یادېدو سره ډېر حساسیت لري.

په تېر کې د غوږ خیری د شونډو د وچو شونډو د لمدولو لپاره کارول کېده.

خو نوې څېړنې ښوولې، چې د غوږ خیری په بدن کې د خیرنو موادو د راټولېدو له کبله پیدا کېږي، چې په ښکاره د ځینو ناروغیو ښکارندويي کوي.

د غوږ د خیري په اړه پنځه داسې پټ رازونه دي، چې ګڼ خلک پرې نه پوهېږي:

د غوږ خیری څرنګه راوځي

د غوږ ژونکې د انسان په بدن کې بېله ځانګړتیا لري. د لندن د شاهي ملي روغتتون د پزې، غوږ او ستوني د برخې ډاکټر پروفیسر شکیل سعید وايي: "د رنګ یو څاڅکی پخپل غوږ کې اچولی شئ، تاسو ګورئ چې تر څو اونیو پورې د ژونکو د حرکت له کبله خوځېږي".

که چېرې داسې ونه شي، لکه ډاکټر شکیل چې وايي، نو ښکاره ده چې د غوږ تونلي برخه له هغو مړو ژونکو ډکېږي، چې د جسم د طبعیت بدلون یې لامل ګرځي.

د دغه خوځښت له کبله د غوږ خیری پیدا کېږي، خو ځینې وايي چې د خوراک او څښاک پرمهال د ژامې بې ځایه خوځول په دې خوځښت کې ډېره برخه لري.

سعید وايي، چې د غوږ خیری د ژوند په ډېرېدو سره پیکه رنګه خپلوي، خو هغه چې پر غوږونو یې وېښتان وي، د عمر په ډېرېدو سره د وېښتانو د مخنیوي له کبله د غوږ خیری په اسانۍ نه شي رایستلی.

د میکروبو ضد

د غوږ په خیري کې داسې غوړ خیری شته، چې له کیراتینو رامنځ ته کېږي، چې د غوږ د ننه مړې ژونکې هم ونډه پکې لري.

ډاکټران وايي، چې د غوږ د ننه د زرو او دوو زرو ترمنځ د میکروبو ضد څیزونه دي، او د سکوالین، کولیسترول او یوې بلې غوړینې مادې په یوځای کېدو سره د غوږ خیری پیدا کېږي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د غوږ خیر ځینې وخت داسې زهرجن مواد لري، چې یوازې په معاینه کې څرګندېدلی شي.

د غوږ خیری په نارینه وو، ښځینه وو، د ډېر عمر کسانو او یا ځوانانو کې یو شان وي. خو یوې څېړنې ویلي چې د پاسو یادو درو څیزونو په یوخای کېدو سره د کال د نومبر او جولای میاشتو ترمنځ موده کې د کال د نورو برخو په پرتله د غوږ خیری ډېر وي.

د غوږ په خیري کې د لیزوزیم په نامه یو ډول ماده ده، چې د باکتریا ضد فعالیت کوي، او د باکتریايي دېوال نړېدو کې هم ښه رول لوبوي، خو یوه ډله وايي چې د غوږ خیری د باکتریا د ودې دنده لري.

توکمیز اصول توپیر رامنځ ته کوي

د فلادلویا مونیل انستیتوت د څېړونکو د څېړنې پربنسټ، د اسیايي او غیر اسیايي وګړو غوږونه بېلابېل خیری وباسي. د دوی ۱۶ کروموزوم د داسې ژونکو مسؤولیت لري، چې د غوږ وچ او لومد خیر ترې جوړېږي.

خو د اې بي سي سي ۱۱ په نامه ژن کې یوڅه توپیر شته. چې ویل کېږي، دغه ژن په چینایانو، جاپانیانو او کوریایانو کې د غوږ د وچ خیري او د تخرګ د بوی د کمښت مسؤولیت لري.

د مونیل انستیتوت یوه څېړونکې کیت بریګ وايي، د غوږ د خیري د بوی له تحلیل ښکاري، چې انسان کوم ډول نارونغۍ لري.

انستیتوت په یوه بحراني وخت کې د یوه ناروغ د ناروغیو معلومولو لپاره له وراثي طریقې، یانې د غوږ د خیري د بوی له لارې د هغه ناروغۍ معلوموي. همدا ده چې د ناروغ غوږ پاکوي.

بریګ وايي "کله چې یوه چا ته ووایاست چې ستا کار د انساني پر بوی تکیه کوي، شاید ډېر زیات درته وخاندي. خو کله یې چې د اهمیت په اړه معلومات ورکړې چې له دې کاره څومره نور معلومات ترلاسه کېدای شي، نو ډېر خلک بیا قانع شي".

په برېښنايي جارو غوږ پاکول غوره دي

کاري رابرټس، چې تر څلوېښتو کلونو یې عمر اوښتی، د غوږ له خیري تر پزې راغلې وه، څو ځلې یې د غوږ د پاکولو عملیات کړي، ګرم تېل یې هم په غوږ کې اچولي، خو هېڅ چاره یې نه ده موندلې، همدا وه چې پای کې یې دواړه غوږونه بند شول.

کاري پرېکړه وکړه، د برېښنايي جارو له لارې به خپل غوږ پاکوي، چې په دې طریقې سره په یوې ډېرې نرۍ طبي الې سره د غوږ خیری پاکېږي، چې د برېښنايي جارو کار کولو ته ورته والی لري.

خو ډاکټر سعید بیا دا کار د یوې عادي پیچکارۍ په مټ ترسره کول غوره بولي، چې وايي پیچکارۍ کې تړمې اوبه دې غوږ ته ور دننه شي ترڅو خیری ویلې او راووځي.

سعید وايي: "دودیزه پیچکاري کارول د ډاکټر د ړانده کار لامل ګرځي، د غوږ د ننه هېڅ نه ويني، که چېرې ډاکټر اوبه وکاروي، نو بهېدونکی څیز د غوږ خیري ته رسېږي او د تیت پرک کېدو په صورت کې یې بهر ته راوباسي".

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ډاکټران وايي د پیچکارۍ په وسیله د غوږ پاکول ښه نه دي، بلکې په برقي جارو باید پرېمینځل شي.

نوموړی زیاتوي: "که چېرې داسې کوم سوری نه وي، چې د پیچکارۍ د ننوتو اجازه ورکړي، نو په زور باید د غوږ د ننه پیچکارۍ ته فشار ورنه کړل شي".

د غوږ خیر هم د انسان د بدن د نورو افرازاتو په شان د درنې اوسپنیزې مادې په څېر زهرجن مواد لري.

زهرجن مواد

د هاضمې اړوند ځینې ستونزې د غوږ پر خیري اغېز کولی شي. په یوه څېړنه کې د ژیړ کب په غوږ کې تر ټولو ډېر زیات خیری (۲۴ سانتي متره پیړ) موندل شوی و.

خو په انسانانو کې برعکس، کم لیدل کېږي، هغه کبان چې تر ډېره یې خواړه په سمندر کې ځوړند څیزونه وي، د غوږونو خیری یې ورسره ډېرېږي، یا دا چې هغه ونې خوري، چې ریښې یې سرېښناک مواد ولري.

ورته مطالب