اروپا پر روسیې د نویو بندیزونو تابیا نیسي

د انځور حقوق AP
Image caption د کریمیا سیفاستوپول ښار کې د اوکراییني سمندري ځواکونو د قومندانې له مرکزه اوکراییني بیرغونه لیرې او پر ځای یې روسي بیرغونه ولګول شول.

په داسې حال کې چې اوکرایین د سمندري ځواکونو یو نیول شوی قومندان خوشی کړی، اروپا د اروپايي سرمشریزې په لړ کې پر روسیې د نویو بندیزونو لګولو په درشل کې ده.

د جرمني لومړۍ اعظمې انګیلا میرکل پارلمان ته په وینا کې ویلي، چې د اروپايي اتحادیې مشران به ژر پر روسیې د نوي بندیزونو لګولو لپاره یوه غونډه وکړي.

په دغو بندیزونو کې اقتصادي بندیزونه هم راځي، چې د روسیې د سیاست لپاره ډېر اغېزمنوونکي تمامېدای شي.

میرکل ویلي، چې اروپايي ټولنه پر پنجشنبې او جمعې ورځو بروکسل کې پر روسیې د درېیم ځل لپاره د بندیزونو لګولو هوډ لري.

بل خوا، اوکرایین ویلي، چې د سمندري ځواکونو قومندان سیرګي هایدوک یې د کریمیا ټاپووزمې پر یوې اډې د برید پرمهال خوشی کړی دی.

اوکرایین وړاندې ګواښ کړی و، که چېرې په څو ځایونو کې نیول شوي کسان خوشي نه شي، د دوی غبرګون به ډېر توند وي.

پر همدې مهال، د ملګرو ملتونو عمومي منشي د روسیې پلازمېنې مسکو ته پر سفر بوخت دی، چې په اوکرایین کې د روان کړکېچ لپاره سیاسي حل ومومي.

د امریکا متحدو ایالتونو له روسیې سره د کریمیا د یوځای کېدو له ټولپوښتنې سره مخالفت کړی دی.

په همدې لړ کې واشنګټن پر مسکو د بندیزونو ګواښ هم کړی دی.

بان کي مون له روسیې وروسته اوکرایین ته هم روان دی، چې د دواړو دولتونو ترمنځ د منځګړي رول ولوبوي.

د انځور حقوق
Image caption امریکايي ولسمشر ویلي چې د روسي ولسمشر غبرګون د هغه کمزوري ښيي، نه قوت.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې هم فضا وروسته تر هغه ترینګلې شوه چې روسي او امریکايي استازو د اوکرایین د شخړې پر سر یو او بل ته برګ شول.

اوباما په یوه تلوېزیوني مرکه کې ویلي چې هېڅوک "له سوریې سره د جګړې پیلېدل" نه غواړي، او دا جګړه به د هېچا په ګټه نه وي.

هغه پر روسیې په پرله پسې ډول د ديپلوماتیک حل پر موندلو ټینګار کړی دی.

امریکايي ولسمشر ویلي چې د روسي ولسمشر غبرګون د هغه کمزوري ښيي، نه قوت.

بل خوا، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف ویلي، چې شاید تر یوې اونۍ پورې له روسیې سره د کریمیا ټاپو د یوځای کېدو اجرآت بشپړ شي.

ورته مطالب