ترکیه کې ټویټر وېبپاڼه تړل شوې

ټویټر کاروونکي د انځور حقوق Reuters
Image caption ټویټر کاروونکي وايي، چې ترکیه کې دغې وېبپاڼې ته لاسرسی نه لري.

په ترکیه کې د ټولنیزې شبکې ټویټر کاروونکي وايي، دغې وېبپاڼې ته یې لاسرسی بند شوی دی.

دوی وايي کله چې دغه وېبسایټ لټوي، نو هغه پاڼه چې د ترکیې د اړیکو وزارت پورې اړونده ده، څرګندیږي.

او په دغه پاڼه کې هغه توري راځي، چې د دغې وېبپاڼې د بندېدو حکم د قضا له خوا ښيي.

د ټویټر ټولنیزې شبکې بندېدل په ترکیه کې وروسته له هغه ترسره کیږي چې د دې هېواد صدراعظم رجب طیب اردوغان اعلان وکړ چې ټویټر به له منځه وړي.

ښاغلي اردوغان څو اوونۍ مخکې اعلان کړی و، له هغه ځایه چې دا ټولنیزې شبکې ترکیې ته یو ګواښ ګڼل کیږي، دولت کولی شي فېسبوک او يوټیوب بند کړي.

ښاغلي اردوغان هغه مهال چې په ترکیه کې نیوکې اوج ته ورسېدې، د ترکیې ټويټر يې متروکې (قمچینې) ته ورته بللی و.

د ښاغلي اردوغان دفتر د ټویټر د بندېدو د علت په اړه وویل چې دا ټولنیزه شبکه د ترکیې د محکمې هغو غوښتنو ته ځواب نه دی چې له دې شبکې یې د ځینو لینکونو لیرې کول غوښتي وو.

ټویټر په ترکیه کې۱۰ میلیونه کاروونکي لري.

ټولنیزې شبکې ټویټر په دې اړه تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

په ۲۰۱۰ کال ترکیې پر یوټیوب وېبپاڼې تر هغو وروسته بندیز ولګاوه، چې د ترکي دولت بنسټګر مصطفی کمال اتاتورک یو سپکوونکی وېډیويي کلیپ یې خپور کړی و.

ورته مطالب