اروپا له اوکرایین سره د نژدې اړیکو تړون لاسلیک کړ

د انځور حقوق AP
Image caption د اوکرایین موقتي صدراعظم وویل چې دا تړون د اروپايي اتحادیې د بشپړ غړیتوب د ترلاسه کولو په لور لوی ګام دی.

د اروپايي اتحادیې مشرانو له اوکرایین سره د خپل ملاتړ د څرګندونو په خاطر له دغه هېواد سره د نژدي اړیکو یو تړون لاسلیک کړ.

تر دې وړاندې اروپايي اتحاديي پر روسیې یو لړ نور بندیزونه ولګول.

دا هرڅه وروسته ترهغه کېږي چې په کریمیا کې له روسیې سره د یوځای کېدو په اړه ټول پوښتنه ترسره شوه.

د جمعې په ورځ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یو سند لاسلیک کړ چې له مخې یې کریمیا د روسیې برخه وګرځول شوه.

دغه تړون چې د اروپايي اتحادیې مشرانو د ارسني یاتڅینیوک په مشرۍ د اوکرایین له موقتي مشرتابه سره لاسلیک کړ په دې خاطر دی چې له دغه هېواد نه خپل سیاسي او اقتصادي ملاتړ څرګند کړي.

د اروپايي اتحادیې مشر هرمان وان رومپي په یوې اعلامیې کې ویلي تړون د اوکرایین د خلکو پر هیلو پوهېږي چې غواړي په داسې هېواد کې ژوند وکړي چې قانون په کې حاکم او دیموکراسي پلي وي.

ښاغلي یاتڅینیوک دا یوه تاریخي ورځ وبلله او زیاته یې کړه چې غواړي د لویې اروپايي کورنۍ غړي شي.

هغه وویل چې دا د اروپايي اتحادیې د بشپړ غړیتوب د ترلاسه کولو لپاره یو لوی ګام و.

د اوکرایین موقتي صدراعظم دغه راز وویل چې د روسیې د کابو کولو لپاره ښه لار دا ده چې پر روسیې ریښتني اقتصادي بندیزونه ولګول شي.

په برسلز کې د بي بي سي خبریال متیو پرایس وايي لاسلیک شوی تړون هغه څه نه دي چې د تېرکال د نوامبر په میاشت کې له واکه لری کړای شوي ولسمشر ویکتور ینکوېچ رد کړي وو بلکې د دې تړون ډېرې برخې به په اوکرایین کې د مئ په میاشت کې د ولسمشرۍ له ټاکنو وروسته لاسلیک شي.

په همدې ډول له اروپايي اتحادیې سره د سوداګرۍ حساسه موضوع هم تراوسه نه ده لاسلیک شوې خو اورپايي اتحادیې ویلي چې د تړون د پاتې برخو لاسلیکولو ته ژمنه ده.

ورته مطالب