اقتصادي بندیزونه څومره اغېزناک دي؟

د انځور حقوق UNIAN
Image caption په کريميا کې ترينګلتيا د روسيې پر وړاندې د امريکا او اروپا غوسه زیاته کړې ده

اروپایي ټولنې او امریکا د کریمیا له کړکېچ وروسته پر ځینو روسي چارواکو او سوداګرو اقتصادي او سفري بندیزونه ولګول، او پر روسیې يې د لویو بندیزونو لګولو ګوتڅنډنه هم کړې ده.

د دغو اقتصادي بندیزونو له لګولو ورسته سملاسي د سوداګرۍ نړېوالو بازارونو کې د روسیې د ونډو بیې وغورځېدې.

اوس پوښتنه دا ده چې د اروپایي ټولنې او امریکا دغه بندیزونه په اوږد مهال کې د روسیې او سیمې پر اقتصادي چاپېریال څه اغېز لرلی شي او ایا بندیزونه د سیاسي مسایلو د حل یوازینۍ لار ده؟

د نړیوال اقتصاد څېړنیز انستېتیوت پېټرسن اوږد مهاله څېړنه ښیې، چې اقتصادي بندیزونه تل بریالي نه وي او ټاکلې موخې نه تر لاسه کوي.

دغه راپور کې له لومړۍ نړېوالې جګړې را په دې خوا ۱۷۴ بېلا بېلې دوسیې څېړل شوي دي.

د مثال په ډول په ۱۹۶۰ کلونو کې پر کیوبا د امریکا له خوا لګول شوي اقتصادي بندیزونه د ډېرو په ګومان بریالي نه وو.

ځکه د ولسي وګړو په ژوند یې مخامخ اغېز درلود خو د وخت رژیم یې بدل نه کړ.

خو بل اړخ ته بیا پر ایران وروستیو لګول شويو اقتصادي بندیزونو، تهران دې ته اړ کړ، چې د خپل اتومي پروګرام پر سر خبرو اترو ته غاړه کېږدي.

په ۲۰۱۲ کال کې پر ایران لګول شویو بندیزونو د ایران پر اقتصاد ناوړه اغېز درلود او د سړي سر عاید یې نژدې ۶ سلنه را غورځولی و.

خو پر روسیې د اروپایې اتحادیې او امریکا وروستي اقتصادي بندیزونو په لړ کې یوازې د ځېنو روسي چارواکو شتمنۍ کنګل شوې او سفري بندیزونه پرې لګول شوي دي.

د انځور حقوق
Image caption روسيه اوس د اروپا او امريکا له لوری له بنديزونو سره مخامخېدونکې ده

پوښتنه داده چې ایا امریکا دې ته چمتو ده چې پر روسیې لوی اقتصادي بندیزونه ولګوي؟

ښایې ګڼو پانګوالو ته له وړاندې معلومه وي، ځکه چې د اټکل له مخې په تېرو دریو میاشتو کې نژدې ۶۰ ميلیارده امریکایي ډالره له روسیې ایستل شوي، چې دغه شمېره د تېر یوه کال سره برابره ده.

ډېر کله اقتصادي بندیزونه هغه هېوادونه هم زیانمنوي چې لګوونکي يې دوی په خپله وي.

روسیه اروپا ته تر ټولو ډېره انرژي صادروي او د نړۍ په کچه د تېلو دریېم لوی تولیدونکی هېواد دی.

نو په دې لړ کې پر داسې یو هېواد د لویو اقتصادي بندیزونو اغېز به یوازې تر روسیې محدود نه وي او پراخې پایلې به ولري.