ګیني کې ایبولا میکروب د وژونکې تبې لامل شوی

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ډاکټران وايي چې د ناروغې نښې نښانې دا دي چې پرې اخته کس وینه ضایع کوي، نس ناستی لري او کانګې کوي.

د ګیني چارواکي وايي هغې خپرې شوې تبې چې ګڼ کسان یې ووژل، په اصل کې د ایبولا په نامه مکروب دی.

څو ورځې وړاندې په دغه هېواد کې د دې ناروغې د خپرېدو له امله لسګونه کسان مړه شوي او ډاکټران وايي چې لسګونه نور پرې اخته شوي دي.

ډاکټران وايي چې د ناروغې نښې نښانې دا دي چې پرې اخته کس وینه ضایع کوي، نس ناستی لري او کانګې کوي.

ډاکټر ارمند سپریچر په ګیني کې له یوې روغتیايي خیریه ادارې (ایم ایس ایف) سره کار کوي.

نوموړي بي بي سي ته وویل د ایبولا وایروس مشخصه درملنه نه شته:

''د ایبولا لپاره ځانګړې درمل نه شته، موږ هڅه کوو چې د ناروغانو د وینې فشار کنټرول کړو او ځینې نور درمل ورکړو، خو د دې وایروس درمل تر اوسه هم په لابراتوارونو کې دي تر اوسه د انسانانو ته د کارولو لپاره په واک کې نه دي ورکړل شوي''.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ګیني چارواکي وايي چې د ایبولا تبې ناروغي له امله تر اوسه ۵۹ کسان مړه شوي او ۸۰ نور کسان پرې اخته شوي دي.

ډاکټران وايي دا ناروغي له اخته کس نه بل ته لېږدي او له ۲۵ نه تر ۹۰ سلنې پورې اخته کسان ترې مري.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د ایبولا ناروغي په لومړي ځل د مرکزي او لوېدیځې افریقا په ځنګلونو کې خپره شوې وه.

د ګیني چارواکي وايي چې د ایبولا تبې ناروغي له امله تر اوسه ۵۹ کسان مړه شوي او ۸۰ نور کسان پرې اخته شوي دي.

د چارواکو په وینا، د ناورغۍ د لاخپرېدو د مخنیوي لپاره خپل ټول وس کوي او د خیریه ادارې په مرسته هڅه کېږي چې له بلجیم او فرانسې نه ۳۳ ټنه درمل ګیني ته ولېږدول شي.