د عراقي ولسمشر کسانو خبریال وژلی

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د وژل شوي خبریال ملګرو د هغه د وژل کېدو پرځای شمې بلې کړې.

عراقي پولیس وايي، د ولسمشر جلال طالباني یوه کردي ساتونکي بغداد کې د ازاد عراق رادیو د دفتر مشر تر لفظي شخړې وروسته وژلی دی.

دا پېښه د پلازمېنې عراق د ولسمشر دفتر ته څېرمه په الجادریة سیمه کې شوې ده.

پولیسو ویلي، چې خبریال محمد بدیوي الشمري، یوه امنیتي کمربند ته څېرمه د یوه کردي دویم بریدمن، چې په (البیشمرکه) کې یې کار کاوه، له خوا وژل شوی.

د الشمري مړی څو ساعته د پېښې پر ځای پروت و، خو کله چې لسګونه خبریالان هلته د احتجاج په توګه ورغلل، او د قاتل د نیول کېدو غوښتنه یې وکړه، د هغه مړی پورته شو.

پولیس او د عراقي ملي تلوېزیون وروسته وویل، چې مجرم امنیتي ځواکونو ته ځان تسلیم کړی دی.

د ویلو ده چې طالباني تېر کال په دماغي سکتې اخته شوی، چې بیا وروسته ددرملنې لپاره جرمني ته یووړل شو، او له هماغه وخت راهیسې یې له روغتیا او ناروغۍ ډېر خبرونه نه شته.

ګڼ بغدادیان دغې پېښې وقهرول او په ښار کې یې د البیشمرکه په نامه ځواکونو د ځای پر ځای کېدو مخالفت وکړ.

د عراق لومړی وزیر نوري المالکي هم د پېښې ځای ته ورغلی، او ظاهراً یې مجرم ته د سزا ورکولو ژمنه کړې.

د طالباني دتفر ویلي، چې د الشمري قاتل نیول شوی دی: "مجرم د خبریال د وژنې په تور ونیول شو، او اړوندې ادارې ته وسپارل شو".

پر همدې مهال، د عراق تکریت، العظیم، موصل او بصره ښارونو کې بېلابېلو بریدونو لږترلږه شپاړس کسان وژلي.

د صلاح الدین ولایت مرکز تکریت کې دوو بمونو د راکړې ورکړې پر یوه واټ لږترلږه پنځه پولیس او دوه ولسي وګړي ووژل او ۱۸ نور یې ټپیان کړل.

خو العظیم کې بیا یوه موټربم ځانمرګي برید درې ولسي وګړي ووژل او درې پولیس یې ټپیان کړل.

موصل کې هم د تلاشۍ پوستې ته څېرمه چاودنې دوه پوځيان ووژل او درې نور یې ټپیان کړل.

او البصره کې وسله والو د پولیسو پر یوې پوستې برید کړی دی.

ورته مطالب