شمالي کوریا د لنډ واټن ۱۶ توغندي ازمایلي

شمالي کوریا د انځور حقوق AP
Image caption په تېرو څو میاشتو کې شمالي کوریا څو ځلې توغندي ازمایلي دي.

په داسې حال کې چې د جنوبي کوریا او امریکا ګډې پوځي مناورې روانې دي، شمالي کوریا د لنډ واټن ویشتونکي ۱۶ توغندي په پرله پسې دویمه ورځ هم وازمایل.

ویل کېږي، چې شمالي کوریا دا کار د شمالي کوریا او امریکا د ګډو پوځي مناورو په غبرګون کې کړی دی.

د جنوبي کوریا د مشترکو ځواکونو ډګروال ایوم هیو سیک ویلي، دغه توغندي د یکشنبې پر ګهيځ تر ۶۰ کیلومتره واټن پورې وتوغول شول.

دغه واټن د پیونګیانګ د تېرې شنبې ورځ د ۳۰ توغول شویو توغندیو له واټن سره برابر دی.

اټکل دی، چې جنوبي کوریا د فروګ ډوله دغه توغندي له هغو روسي جوړو پخوانيو توغندي جوړ کړي، چې د جوړښت نېټه یې د تېرې پېړۍ تر شپېتمې لسیزې پورې رسېږي.

پیونګیانګ وايي، د توغندي توغول یوه عادي ورځنۍ خبره ده، چې دفاعي بڼه لري، خو ښکاري چې دغه توغندي د امریکایانو او جنوبي کوریا د ګډو پوځي مناورو په درشل کې توغول شوي دي.

شمالي کوریا وايي چې دغه پوځي تمرینونه د شمال نیولو لپاره د ځان د چمتو کولو په مانا دي.

شمالي کوریا تېره اونۍ هم ۷۰ کیلومتره واټن ویشتونکي ۲۵ توغندي وتوغول.

د وړم ۲۰۱۲ کال اپریل کې شمالي کوريا منلې وه چې د ناندرييز توغندي توغونه يې ناکامه شوې ده.

د څاروونکيو د راپورونو له مخې توغندی له توغونې لږ وروسته په اوبو کې په راپرېوتو ويجاړ شوی و.

ورته مطالب