یمن کې '۲۰' پوځيان وژل شوي

د انځور حقوق Getty
Image caption تېر کال، پوځ هوډ کړی و، چې له ښارونو القاعده وشړي.

د یمن ختیځ کې حضرموت ولایت کې د پوځ پر یوې اړوندې پوستې وسله والو برید کړی، چې لږترلږه شل پوځيان په کې وژل شوي.

د یمن حکومتي تلوېزیون سبا خبري اژانس ویلي، برید په حضرموت ولایت کې شوی.

وړاندې امنیتي سرچینو ویلي وو، چې په برید کې اته کسان وژل شوي او سپږ نور ټپیان دي.

د برید پړه په عربي ټاپووزمه کې د القاعدې پر شبکې اچول شوې ده.

د یمن پوځ په وروستیو کلونو کې له القاعدې جنګیالیو د حضرموت د پاکولو عملیات پیل کړي دي.

حضرموت د یمن تر ټولو ډېر تېل تولیدوونکی مرکز دی، خو همالته د عربي ټاپووزمې د القاعدې فعالیتونه هم ډېر دي.

القاعده هلته د لوېديځ ملاتړي حکومت پرضد کمپاین او بریدونه کوي.

د سبا تلوېزیون په یوه راپور کې راغلي، چې برید د ''ریدة'' په نامه د تلاشۍ پوستې ته څېرمه شوی.

یوې سرچینې اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، چې برید د یو شمېر ناپېژاندو وسله والو له خوا شوی، چې په موټرو کې راغلي وو.

تېر کال، پوځ هوډ کړی و، چې له ښارونو القاعده وشړي.

په ۲۰۱۲ کال د یمن د مخکني ولسمشر علي عبدالله صالح تر لیرې کېدا وروسته په هېواد کې ولسي لاریونونه ډېر شول.

ورته مطالب