د روسي ځواکونو خوځښت ناټو اندېښمنه کړې ده

جنرال فليپ بريډلف د انځور حقوق Reuters
Image caption جنرال فليپ بريډلف: ''خوښ به شو که د هر هېواد يا ستراتېژيک ملگري له خوا راسره د نړيوالو قوانينو د چوکاټ دننه مرسته وشي''.

د اروپا لپاره د ناټو سر قوماندان د اوکرايين د ختيځې پولې مالدووا په اوږدو کې د روسي ځواکونو ټولېدنه، ددغه هېواد دواړو خواوو ته د اندېښنې وړ خبره بللې ده.

جنرال فليپ بريډلف په بروکسل کې د غږېدو پر مهال وويل، د ټولو شويو روسي ځواکونو شمېر دومره دى چې نه يوازې د اوکرايين ختيځې برخې، چې د مالدووا جلا شوې سيمه- پرېدنېسترووا هم گواښلى شي.

د اوکرايين ددفاع چارسمبالي (سرپرست) مرستيال وزير ليونيد پولياکوف له بي بي سي سره په مرکه کې وويل: هيله من دى چې لوېديځ يې له هېواد سره د پوځي تمرينو په گډون هر ډول مرسته وکړي:

“خوښ به شو که د هر هېواد يا ستراتېژيک ملگري له خوا راسره د نړيوالو قوانينو د چوکاټ دننه مرسته وشي او يا راته ځانگړي توکي وسپاري او يا دلته حضور ومومي.

دغه راز موږ د ترکيې د جنگي بېړيو پر راتلو هم اعتراض نه لرو، هغوى د کريميا له تاتارانو سره د ننگې ژمنه کړې ده. موږ له رومانيا، بلغاريا، فرانسې او امريکا سره د تمرينو د سرته رسولو مخالف هم نه يو. دا ډول تماسونه هر اخېز کېدلى شي چې پوځي مرسته هم په کې راځي.”

روسيه وايي د اوکرايين په ختيځ کې يې د عسکرو ټولېدنه له نړيوالو تړونو سره په بشپړ سمون کې ترسره شوې ده.

دا عسکر په اوکرايين کې د روس پلوه ولسمشر ويکتور يانوکوويج تر گوښه کولو وروسته له روسيې سره د کريميا ټاپووزمې له تړنې سره هم مهاله ترسره کېږي.

د اوکرايين د بهرنيو چارو وزير اندرې دېشچيتڅه گواښنه کړې چې له روسيې سره د جگړې خطر مخ په ډېرېدو دى.

هغه بي بي سي ته وويل چې ستونزه د روسيې په ولسمشر ولاديمير پوتين کې ده، چې نه يوازې له اوکرايين سره، چې له لوېديځ سره هم خبرو ته نه کېني.

د امريکا يوه جگپوړي امنيتي چارواکي په ډاگه کړه چې هېواد يې د اوکرايين له خوا د مرستې هره غوښتنه په غور سره څېړي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د اوکرایین کییف کې د ګڼو خلکو راغونډېدنه
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption روسي پلوو کسانو یو ناپېژاند سړی د بلبک هوايي ډګر د نیولو پرمهال ډبولی
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption بلبک کې اوکراییني عسکرو ته د وتلو وروستی وخت ورکړل شوی و

ورته مطالب