ورکه شوې الوتکه سمندر کې لوېدلې

د انځور حقوق Reuters
Image caption د مالیزیا لومړی وزیر وایي اوس دې پایلې ته رسېدلی چې الوتکه سمندر کې لوېدلې ده.

د مالیزیا لومړی وزیر وایي ورکه شوه الوتکه د هند سمندر کې غورځېدلې ده.

نوموړي وویل دا معلومات د برتانیې د سټلایټ له خوا ورکړل شوي دي.

په عین مهال کې د مالیزیا هوایي کرښې ویلي اوس په دې کې شک نه شته چې ام اچ ۳۷۰ الوتکه نور نه موندل کېږي او څوک ژوندي نه دي پاتې.

دا پیغام چې د الوتکې د سپرلیو کورنیو ته لېږل شوی، بي بي سي لیدلی دی.

د مالیزیا لومړي وزیر ویلي د سټلایټ انځورونه ښيي چې الوتکه د هند په سمندر کې غورځېدلې او شونې ده چې ټولې سپرلۍ یې مړې وي.

نجیب رزاق وویل، د برتانوي سپوږمکیو د معلوماتو له مخې الوتکه د پېرت شمال ته په لرې پراته سمندر کې لوېدلې چې له وچې لرې ده.

څو الوتکې او بېړۍ په دې لټه کې دي چې د ورکې شوې الوتکې پاتې شوني ومومي.

مالیزیایي لومړي وزیر له رسنیو وغوښتل چې د الوتکې د ۲۳۹ سپرلیو او عملې محرمیت وساتي.

نوموړي زیاته کړه، دا خبر خورا خواشینوونکی او ځوروونکی دی.

MH-370 الوتکه څه د پاسه دوې اوونۍ وړاندې له رادارو ورکه شوه.

اوس د ورکې شوې الوتکې د غورځېدو سیمې ته الوتکې او بېړۍ ور روانې دي.

استرالیا یی بېړۍ اوسمهال د دوو مشکوکو توکو د موندلو هڅه کوي چې د اوبو پر سر ګرځي.

د مالیزیا لومړی وزیر نجیب رزاق وایي، د برتانیا د هوایي پېښو د پلټنې څانګه چې د سټلایت معلومات ارزوي، دې پایلې ته رسېدلې چې د MH370 الوتکه په جنوب ختیځ دهلېز کې الوتله او وروستۍ شته والی یې د هند سمندر کې د پېرت لوېدیځ ته و.

د هغه پیغام متن چې د مالیزیا دهوایي کرښو له خوا د سپرلۍ خپلوانو او کورنیو ته استول شوی، راغلي زموږ اداره په خواشینۍ سره وایي چې اوس دا الوتکه د موندلو نه ده او په سمندر کې لوېدلې ده.

نوموړي زیاته کړه: "موږ اوس باید دا ومنو چې ټول شواهد دا په ګوته کوي چې الوتکه د هند سمندر ګي په جنوب کې لوېدلې ده."

ورته مطالب