اوکرایني ولسمشر له کریمیا د پوځ اېستو امر کړی

د انځور حقوق Reuters
Image caption د اوکراین منځمهال ولسمشر ځکه اوکرایني پوځونو ته له کریمیا د وتلو امر کړی چې ژوند یې په خطر کې و

د اوکراین منځمالي ولسمشر اولېساندر تورچینوف ویلي له کریمیا څخه یې د اوکراین پوځي ځواکونو د اېستو امر کړی.

د نوموړي په وېنا دا پرېکړه وروسته له هغې شوې، چې په کریمیا کې د پرتو اوکرایني ځواکونو او کورنیو ژوند له ګواښ سره مخامخ و.

روسي ځواکونو په دغه ټاپو وزمه کې د ناول اډې په ګډون ډیرې اوکرایني پوځي اډې تر خپلې ولکې لاندې راوستې دي.

اووه ستر صنعتي هېوادونه (جي-۷) به په خپله راتلونکې غونډه کې چې هېګ کې تر سره کېدونکې ده، په دې غور وکړي چې د کریمیا کړکېچ ته څه ډول غبرګون وښیي.

د جي-۷ په غونډه کې به د اوو سترو صنعتي هېوادونو اقتصادي وزیران پر اتومي وسلو هم خبرې وکړي، چې نړۍ ته یو لوی ګواښ ګڼل کېږي.

د ناټو نظر

د اروپا لپاره د ناټو سر قوماندان خبردارى ور کړى چې د اوکرايين د ختيځې پولې په اوږدو کې د روسي ځواکونو ټولېدنه، د دغه هېواد دواړه خواوې له گواښ سره مخامخ کړې دي.

جنرال فليپ بريډلف په بروکسل کې د غږېدو پر مهال وويل، د ټولو شويو روسي ځواکونو شمېر دومره دى چې نه يوازې د اوکرايين ختيځې برخې، چې د مالدووا جلا شوې سيمه- پرېدنېسترووا هم گواښلى شي.

د اوکرايين د دفاع چارسمبالي (سرپرست) مرستيال وزير ليونيد پولياکوف له بي بي سي سره په مرکه کې وويل: هيله من دى چې لوېديځ يې له هېواد سره د پوځي تمرينونو په گډون هر ډول مرسته وکړي:

"خوښ به شو که د هر هېواد يا ستراتېژيک ملگري له خوا راسره د نړيوالو قوانينو د چوکاټ دننه مرسته وشي او يا راته ځانگړي توکي وسپاري او يا دلته حضور ومومي.

دغه راز موږ د ترکيې د جنگي بېړيو پر راتلو هم اعتراض نه لرو، هغوى د کريميا له تاتارانو سره د ننگې ژمنه کړې ده. موږ له رومانيا، بلغاريا، فرانسې او امريکا سره د تمرينو د سرته رسولو مخالف هم نه يو. دا ډول تماسونه هر اخېز کېدلى شي چې پوځي مرسته هم په کې راځي."

روسيه وايي د اوکرايين په ختيځ کې يې د عسکرو ټولېدنه له نړيوالو تړونو سره په بشپړ سمون کې ترسره شوې ده.

دا عسکر په اوکرايين کې د روس پلو ولسمشر ويکتور يانوکوويج تر گوښه کولو وروسته له روسيې سره د کريميا ټاپووزمې له تړنې سره هم مهاله ترسره کېږي.

د اوکرايين د بهرنيو چارو وزير اندرې دېشچيتڅه گواښنه کړې چې له روسيې سره د جگړې خطر مخ په ډېرېدو دى.

هغه بي بي سي ته وويل چې ستونزه د روسيې په ولسمشر ولاديمير پوتين کې ده، چې نه يوازې له اوکرايين سره، بلکې له لوېديځ سره هم خبرو ته نه کېني.

د امريکا يوه جگپوړي امنيتي چارواکي په ډاگه کړه چې هېواد يې د اوکرايين له خوا د مرستې هره غوښتنه په غور سره څېړي.

ورته مطالب