پاکستان د ایراني پوله ساتونکي د وژنې مسوول وبلل شو

Image caption په تېر يوه کال کې دا دريم بريد دی چې د ایران په سرحدي ځواکونو کېږي

د ایران حکومتي خبري آژانس د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې مرضیې افخم له خولې لیکلي، چې د ایران د تښتول شوي پوله ساتونکي د وژل کیدو له امله يې 'خواشیني ښوولې' او ویلي دي چې پاکستان باید په دې اړه 'ځواب' ورکړي.

اغلې افخم د مارچ په ۲۵مه وویل، ایران له پاکستان نه غواړي چې باید ترهګر ونیسي، دوی ته یې وسپاري او د پوله ساتونکو د سلامتیا او ورسپارلو تضمین ورکړي.

د ایران د بهرنویو چارو وزارت ویانده په داسې حال کې د ایران د پوله ساتوونکي د وژنې په اړه خواشني ښيي چې د ایران د کورنيو چارو وزارت چارواکي په دې اړه بېلابېل نظرونه لري.

د ایران د کورنيو چارو امنيتي مرستيال علی عبداللهي وویل، ''تر اوسه موږ د هیواد د پوله ساتونکي د وژل کیدو کره خبرنه لرو، خو دا موضوع ردوو هم نه''.

پنځه ایراني پوله ساتوونکي د دلوې میاشت کې د ایران او پاکستان له ګډې پولې نه وتښتول شول او د جیش العدل په نوم یوې ډلې یې مسولیت پر غاړه واخیست.

جیش العدل د یکشنبې په ورځ د (مارچ ۲۳مه) اعلان وکړ چې د تښتول شويو کسانو له ډلې څخه یې یو تن جمشید دانایي اعدام کړی دی.

ایران د جيش العدل ډله ترهګره بللې ده.

د سیستان او بلوجستان ولايت د لوی څارنوال ابراهیم حمیدی وویل، چې جیش العدل د تښتول شويو کسانو د خوشي کیدو په بدل کې خپلې غوښتنې نه دې وړاندې کړي.

ورته مطالب