د ورکې شوې الوتکې لټون نن بيا پيل شو

د انځور حقوق
Image caption د ماليزیا هوايي شرکت الوتکه له تېرو نژدې درې اوونيو راهيسې له ۲۳۹ سپرليو سره ورکه ده

په سويلي هند سمندر کې د مالیزیا په هغې الوتکې پسې هوايي او سمندري لټون د هوا له ښه کېدو وروسته بېرته پیلېږي، چې نژدې درې اوونۍ وړاندې په دې سیمه کې لادرکه شوه.

استرالیايي چارواکي چې د همغږۍ دنده پر غاړه لري وايي، په دغو عملیاتو کې ۱۲ الوتکې برخه لري او ۸۰۰۰۰ مربع کيلومتره سیمه تر پوښښ لاندې نیسي.

ټاکل شوې چې یوه چینايي کښتۍ له یوې استراليايی جنګي بېړۍ سره یو ځای شي او په هغو شیانو پسې د لټون هڅې وکړي، چې د دوشنبې پر ورځ د هوا له خرابېدو د مخه یوې الوتکې په سمندر کې لیدلي وو.

د استرالیا لومړي وزیر ټوني ایبټ وویل، دا لټون به تر هغې روان وي، چې د ورکې شوې الوتکې د ړنګو شویو برخو د موندلو هیله له منځه تللې نه وي.

ښاغلی اېبټ وايي: ''دا څرګنده خبره ده، چې موږ د دې لټون لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار اخلو. په سیمه کې به ډېرې الوتکې په دې عملیاتو کې برخه واخلي. ډېر ژر به چینايي کښتۍ زموږ له هغو سره یو ځای شي''.

د استراليا لومړی وزير وايي موږ د قربانیانو د کورنیو پوروړي یو او د ټولې نړۍ لپاره دا هر څه کوو.

ده زياته کړه هڅه يې دا ده ، چې د دغې الوتکې د برخو موندلو لپاره خپل ټول امکانات وکاروي.

دغه الوتکه شاوخوا شل ورځې وړاندې له ۲۳۹ سپرليو سره د کوالالامپور او بېجنګ پر لاره ورکه شوه.

ورته مطالب