اوباما: روسيه به نوره گوښې شي

د انځور حقوق AFP
Image caption اوباما: بنديزونه به دروسيې اقتصاد ته هر اړخيز تاوان ورسوي

ولسمشر اوباما وايي که روسيه د اوکراين په تړاو خپل دريځ ته همداراز دوام ورکړي نور تازه بنديزونه به پرې ولگول شي.

ښاغلي اوباما چې دا څرگندونې په يوه خبري ناسته کې کولې وويل بنديزونه به دروسيې اقتصاد ته هر اړخيز تاوان ورسوي او لا به ډېر گوښې شي.

بارک اوباما زياته کړه روسيه اوس هم وخت لري، چې د ډيپلوماسۍ له لارې د کريميا په سر د رادبره شوي کړکيچ کچه را ټيټه کړي.

ولسمشر اوباما هغو ويناو ته په اشاره چې وايي اروپا ښايي پر روسيې پراخ بنديز لگولو ته زړه ښه نه کړي وويل،

د اوکراين په قضيه کې امريکا او اروپا دواړه د روسي پرضد يوه خوله دي او يو دريځ لري . د ښاغلي اوباما په وينا کله چي موضوع د امنيت شورا ته ورسيږي نو روسيه به ځانته وي او د اروپايي ټولنې ٢٨ غړي هيوادونه، ټول به د روسيې پر ضد يو موټى وي.

د دوشنبې په ورځ اووۀ پرمختللو صنعتي هيوادونو هم د روسيې پر ضد اقتصادي بنديزونه ولگول.

بلجيم ته له تلو وړاندې ولسمشر اوباما پرون د هاگ په سرمشريزه کې چې د اټومې وسلو د خونديتوب په اړه وه هم گډون وکړ.

په سرمشريزه کې ښاغلي اوباما وويل په اوکراين کې د روسانو عمل د دوي ځواکمنتيا نه کمزري څرگندوي.

. د يادونې وړ ده چې په بروکسل کې د اوبا ما د امنيت په موخه ٨٠٠ اضافي پوليس ځاى په ځاى شوي و چې پرې له ټاکل شوې کچې نه لس ميلونه ايورو اضافي لگښت راغلى

ولسمشر اوباما وروسته د ايتاليا پلازمېنې روم ته ځي چې هلته د نړي د کاتوليک مسيحيانو له مشر پاپ فرانسيس سره وگوري

ورته مطالب