'د نړۍ ۸۰٪ اعدامونه عراق، ایران او عربستان کې و'

د بښنې نړیوال سازمان د انځور حقوق amnesty
Image caption دغه سازمان وايي، په نړۍ کې له اعدامونو ۸۰ یې په ایران، عراق او سعودي عربستان کې شوي دي.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، تېر کال په نړۍ کې د اعدام د سزا په پلي کولو کې زیاتوالی راغلی دی.

که څه هم چین په نړۍ کې تر ټولو ډېر اعدامونه تر سره کوي، خو تېر کال په ایران او عراق کې د مرګ سزاګانې په پرتلیز ډول ډېرې وې.

ایرانی حکومت مني چې په دغه هېواد کې تېر کال ۳۶۹ اعدامونه تر سره شوي، خو د بښنې سازمان وايي، چې تر دې ډېر اعدامونه په دغه هېواد کې په پټه تر سره شوي دي.

دغه سازمان وايي، په نړۍ کې له اعدامونو ۸۰ یې په ایران، عراق او سعودي عربستان کې شوي دي.

د دغه سازمان په خبره، په عراق کې د دریم پرله پسې کال لپاره اعدامونه زیات شوي، چې ډېری یې د ترهګرۍ ضد قوانینو پر بنسټ تر سره کېږي.

د بښنې نړیوال سازمان یوې ویاندې اودرې ګاوګران وویل، په دغو دوو هېوادونو کې د اعدامونو شمېر د اندېښنې وړ دی:

''سږني رپوټونه وايي، چې په اعدامونو کې ډېر زیاتوالی راغلی دی. په ۲۰۱۳ کال کې د ۲۰۱۲ په پرتله سل اعدامونه ډېر تر سره شوي دي.

او د دې لامل په ایران او عراق کې د اعدامونو زیاتوالی دی.

دا خبره ځکه د اندېښنې وړ ده، چې په دغو هېوادونو کې کال په کال د مرګ سزاګانې ډېرېږي. موږ د دغه رپوټ په خپرولو هیله لرو، چې حکومتونه به د اعدامونو په شمېر کې کموالي راوستو ته اړ شي''.

یوه میاشت وړاندې په ژنیوا کې دملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنرۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ایران کې د اعدام کچه ډېره شوې ده.

دغه دفتر وايي، چې یوازې د روان کال لومړیو اوو اونیو کې ایران لږترلږه ۸۰ کسان اعدام کړي، چې دا شمېر شاید ژر ۹۵ ته ورسېږي.

ایران په نړۍ کې د اعدام له اړخه تر ټولو لوی ریکارډ لري.

ملګري ملتونه وايي، تېر کال ایران کې د ۵۰۰ او ۶۲۵ ترمنځ کسان اعدام شوي.

په ایران کې د اعدام ډېرې پېښې د نشه يي توکو د قاچاق او صادرولو له موضوعاتو سره تړلې دي.

ملګري ملتونه وايي، د نشه يي توکو قاچاق اړوند پېښې هومره جدي نه دي، چې پایله یې په اعدام تمامه شي.

څه موده وړاندې، د ایران ځینو وتلو مخالفو څېرو په ایران کې د اعدام د لغوه کولو کمپاین پیل کړی و.

ورته مطالب