السیسي د مصر ولسمشرۍ ته ځان کاندید کړ

السیسي د انځور حقوق AFP
Image caption د السیسي مخالفان هغه یو بې رحمه سړی بولي.

د مصر د پوځ مشر او د دفاع وزیر عبدالفتاح السیسي د ملي تلوېزیون له لارې ولسمشرۍ ته د کاندیدېدو لپاره له پوځي دندې استعفا وکړه.

که څه هم السیسي پوځي جامې اغوستې وې، خو په ټاکنیزو مبارزو ته په ورته ژبه یې ژمنه وکړه، چې د میلیونونو بې کاره ځوانانو لپاره به دندې ومومي.

د مصر وګړي د السیسي په اړه بېلابېل نظرونه لري.

د السیسي مخالفان هغه یو بې رحمه سړی بولي.

خو پلویان یې بیا وړ کس بولي: "هغه یو سیاستوال دی، تاسو پوهېږئ، چې هغه له هېچا سره نه پرتله کېږي. مصر یوه پیاوړي سړي ته اړتیا لري. هغه په اقتصاد او سیاست او پوځ کې تجربه لري".

د السیسي په لمسون د مصر مخکنی منتخب ولسمشر محمد مرسي په تېر جولای میاشت کې له واکه لیرې کړل شو، چې بیا وروسته پراخې مظاهرې وشوې.

خبریالان وايي، د مصر د پوځ د مشر پر وړاندې هېڅ کوم جدي کاندید نه شته.

"مصر ګواښل شوی"

السیسي پر ملي تلوېزیون وویل: "نن د وروستي ځل لپاره ستاسې مخې ته پوځي یونیفورم کې ولاړ یم، پرېکړه مې وکړه چې د وسله وال پوځ او د دفاع وزیر په توګه له خپلې دندې استعفا وکړم".

السیسي ټینګار وکړه چې "مصر د یوه قوي حکومت جوړولو ته اړتیا لري، چې دا کار په معجزه نه کېږي. مصر د ترهګرو له خوا ګواښل شوی، خو ژمنه مو دا ده چې ترهګر به ارومرو ځپو".

که څه هم د السیسي ګڼ پلویان سړکونو ته د هغه د کاندیدېدو په پلوۍ راوتلي وو، خو مخالفان یې بیا وايي، چې هغه د بشري حقونو پر سرغړونې تورن دی.

که څه هم تراوسه د ټاکنو نېټه نه ده ټاکل شوې، خو سیمه ییزو رسنیو د لنډمهالي ولسمشر عدلي منصور له خولې ویلي، چې ټاکنې به د راتلونکي جولای پر ۱۷ کېږي.

د مصر لوی درستیز صدقي صبحي د السیسي ځای ناستی او دفاع وزیر ټاکل شوی.

د استخباراتو مشر

۵۹ کلن سیسي د ۲۰۱۲ اګست کې د مخکني منتخب ولسمشر محمد مرسي له خوا د دفاع وزیر وټاکل شو، چې هغه مهال السیسي د پوځي استخباراتو مشر و.

خو تر پراخو مظاهرو وروسته، السیسي لیرې شو.

د مرسي له لیرې کېدا وروسته السیسي د اساسي ځنډولو او د لنډمهالي حکومت د جوړولو اعلان وکړ.

د مصر له اړدوړ پیلېدو راهیسې نژدې ۱۰۰۰ کسان وژل شوي، او د اخوان المسلمین ګوند زرګونه غړي نیول شوي.

دا مهال مرسي او د اخوان المسلمین ګوند ګڼ مشران د ترهګریزو اعمالو او وژنو په تور محاکمې ته شېبې شماري.

پر تېره دوشنبې، د مصر المنیا ولایت یوې محکمې د مرسي ۵۲۹ پلویان په اعدام محکوم کړل.

ورته مطالب