امنيت شورا د ش کوريا توغنديو ازمايل غندلي

د انځور حقوق Getty
Image caption امنيت شورا لا له وړاندې پر شمالي کوريا بنديز لګولی چې بالستيک توغندي به نه ازمايي

د ملګرو ملتو امنيت شورا د شمالي کوریا له لوري د دوو بالستيک توغنديو ازمايل غندلي ويلي يې دي، د غبرګون لپاره په (مناسب ځواب) فکر کوي.

د ملګرو ملتو د امنيت شورا اوسنۍ مشرې او په ملګرو ملتو کې د لوکزامبورک سفيرې سېلوي لوکاس دا د امنيت شورا له پرېکړه ليک نه يوه سرغړونه وبلله.

شمالي کوريا د چارشنبې پر ورځ د نوډانګ په نوم د منځني واټن دوه توغندي په سمندر کې وازمايل.

دا له ۲۰۰۹ کال راهيسې د پيونګيانګ له لوري د خپل ډول لومړنۍ ازموينه وه. ملګرو ملتو پر پيونګيانګ د بالستيک توغنديو توغول منع کړې دي.

د غندنې دغه وينا رسمي نه وه، خو اغلې لوکاس وايي د امنيت شورا غړو ترې وغوښتل چې دا متن ورته ولولي او ټول ګډونوال ورسره موافق وو.

دې وويل د شورا غړو په دې موافقه وکړه، چې ( د يوه مناسب ځواب په اړه سلامشوره وکړي) او ويې ويل چې دا ځواب به (ډېر ژر ورکړای شي).

د جنوبي کوريا د دفاع وزارت ويلي، توغندي د پيونګيانګ له شمالي سيمې توغول شوي او له ۶۵۰ کيلومتره مزل وروسته د کوريا ټاپووزمې په خيتځ ساحل کې لګېدلي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د شمالي کوريا د توغنديو توغول پاروونکي بللي دي.

په وروستيو اوونيو کې شمالي کوريا د امريکا او جنوبي کوريا د کلنيو پوځي تطبيقاتو سره هممهاله د لنډ واټن څو توغندي وازمايل.

د ملګرو ملتو د امنيت شورا د پريکړه ليک له مخې شمالي کوريا نه شي کولای بالستيک توغندي وازمايي.

امنيت شورا وروسته له هغه په شمالي کوريا بنديزونه زيات کړل چې په فبروري مياشت کې يې بله اتومي ازموينه وکړه.

دغې شوار لا له وړاندې پر پيونګيانګ يو لړ بنديزونه لګولي و، چې هدف يې د شمالي کوريا توغنديز او اتومي پروګرام وو.

ورته مطالب