م م د کريميا ټولپوښتنه ناقانونه بللې ده

د انځور حقوق
Image caption دا پرېکړه لیک اجباري نه دی، خو لويديځ هیله لري چې له دې لارې به د روسیې پر دپلوماتیک یوازېتوب ټینګار وشي

د ملګرو ملتونو عمومي غونډې یو پرېکړه لیک تایید کړی، چې له مخې یې په کريمیا کې د روسیې په ملاتړ تر سره شوې ټولپوښتنه ناقانونه بللې ده.

د غونډې په پرېکړه ليک کې د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ شوی دی.

دا پرېکړه لیک اجباري نه دی، خو لويديځ ملاتړ کوونکي هېوادونه یې هیله لري چې له دې لارې به د روسیې پر دپلوماتیک یوازېتوب ټینګار وشي.

اوکراین وايي، هیله لري، چې دا رایه اچونه به د روسیې پر وړاندې لا نورو ګامونو پورته کولو ته زمینه برابره کړي.

خو مسکو ویلي، دا د روسیې دنده ده، چې د کریمیا د خلکو د پرېکړې ملاتړ وکړي.

له بله پلوه، په واشنګټن کې د امریکا کانګرس یو سند تصویب کړی، چې له مخې یې اوکراین ته د یو میلیارد ډالرو د پور تضمین شوی دی.

اوباما بنديزونه

دغه پرېکړه ليک داسې مهال تاييدېږي چې دوه ورځې وړاندې د مار په ۲۶مه ولسمشر اوباما وويل که روسيه د اوکراين په تړاو خپل دريځ ته همداراز دوام ورکړي نور تازه بنديزونه به پرې ولگول شي.

ښاغلي اوباما چې دا څرگندونې په يوه خبري ناسته کې کولې وويل بنديزونه به د روسيې اقتصاد ته هر اړخيز تاوان ورسوي او لا به ډېر گوښې شي.

بارک اوباما زياته کړه روسيه اوس هم وخت لري، چې د ډيپلوماسۍ له لارې د کريميا په سر د رادبره شوي کړکيچ کچه را ټيټه کړي.

ولسمشر اوباما هغو ويناو ته په اشاره چې وايي اروپا ښايي پر روسيې پراخ بنديز لگولو ته زړه ښه نه کړي وويل،

د اوکراين په قضيه کې امريکا او اروپا دواړه د روسي پرضد يوه خوله دي او يو دريځ لري . د ښاغلي اوباما په وينا کله چي موضوع د امنيت شورا ته ورسيږي نو روسيه به ځانته وي او د اروپايي ټولنې ٢٨ غړي هيوادونه، ټول به د روسيې پر ضد يو موټى وي.

د دوشنبې په ورځ اووۀ پرمختللو صنعتي هيوادونو هم د روسيې پر ضد اقتصادي بنديزونه ولگول.

ورته مطالب