ترکي حکومت د یوټیوب وېبپاڼې بندولو امر کړی

یوټیوب
Image caption ګوګل وېبپاڼې ویلي، چې ځینې کاروونکې یې یوټیوب وېبپاڼې ته لاسرسی نه لري.

ترکي حکومت پر ټویټر وېبپاڼې تر بندیز لګولو یوه ورځ وروسته د یوټیوب وېبپاڼې د بندولو امر هم کړی دی.

دغه امر د قضايي ادارې له خوا د لومړي وزیر رجب طیب اردوغان په تایید شوی دی.

د ترکیې د معلوماتو او ټکنالوژۍ چارواکو ویلي، چې د یوټیوب بندولو په تړاو یې "اداري اجرآت" پیل کړي، خو یو راپور وايي، چې لاهم د دغې وېبپاڼې د بندولو په اړه خبرې روانې دي.

په استانبول کې د بي بي سي خبریال وايي، دغه پاروونکې ویډیو اوس لرې شوې او یوټیوب ته لاسرسی ممکن شوی دی.

ښاغلي اردوغان وروسته له هغې ټولنیزې وېبپاڼې د ناسمو مالوماتو په خپرولو تورنې کړې، چې د ده پر وړاندې د اداري فساد تورونه پکې خپاره شول.

شعبان دېشلي په پارلمان کې د ښاغلي اردوغان د ګوند یو استازی دی. نوموړي په دې اړه وویل:

''ټولنیزې رسنۍ باید د هغو کسانو ملاتړ و نه کړي، چې په ټاکنو کې نوماندان دي. بې له شکه موږ اوس هم دا وایو چې موږ لا نوره ازادي او ولسواکي غواړو خو دا د هېڅ شي ازادي نه ده. دا د ترکیې پر جمهوریت یو مخامخ برید دی''.

د یوټیوب ځینو کاروونکو ویلي، چې لا له وړاندې دغه وېبپاڼه بنده شوې ده، خو ځینو نورو ویلي چې لاهم دغې وېبپاڼې ته لاسرسی لري.

پر همدې مهال ګوګل وېبپاڼې ویلي، چې ځینې کاروونکې یې یوټیوب وېبپاڼې ته لاسرسی نه لري.

د ګوګل ویاند ویلي، چې د دوی له خوا یوټیوب وېبپاڼې ته لاسرسي کې هېڅ ستونزه نه شته.

پر یوټیوب وېبپاڼې مخکې یوه وېډیو خپره شوې وه، چې ترکي چارواکو په کې د سوریې د وضعیت په اړه بحث کړی دی.

داسې ښکاري چې اردوغان د ترکیې سوېل ختيځ دیار بکر ښار کې خلکو ته ویلي چې دا وېډیو ریښتینې ده.

اردوغان ویلي: "دا د ملي امنیت د غونډې اړوند یو غږیز پیغام دی. دا یو ډېر ناوړه کار دی، دا د امانت خیانت ګڼل کېږي".

وړاندې د ترکيې لومړي وزيراعلان کړی و، له هغه ځايه چې ټولنيزې شبکې د ده د دولت لپاره يو ګواښ ګڼل کېږي، حکومت يې کولای شي فېسبوک او يوټيوب بند کړي.

ورته مطالب