مصر کې د بندیانو د سختې شکنجې ادعاوې شوي

Image caption ۱۵ احمد عبدالفتاح وايي په ټېلېفون کې د فلم اخیستلو په خاطر نیول شوی و او د توقیف پر مهال سخت شکنجه شوی دی.

بي بي سي موندلي چې په مصر کې بندیان په بې رحمانه ډول وهل شوي، جنسي ځورول شوي او برقي ټکانونه ورکړل شوي دي.

په دې هکله هغو کسانو چې د مصر په زندانونو کې ځورول شوي په خپله بي بي سي ته خپلې کیسې کړي او ویلي یې دي چې د بندیانو په ډله کې ګڼ شمېر تنکي ځوانان هم شامل وو.

ګومان کېږي چې په مصر کې د تېر جولای میاشتې راهیسې ۲۰ زره د حکومت ضد کسان نیول شوي دي.

ویل شوي چې په ګڼ شمېر کې کسان د پولیسو په پوستو او زندانونو کې شکنجه کېږي خو د مصر موقتي حکومت چې د پوځ له خوا یې ملاتړ کېږي دغه ادعاوې رد کړې دي.

د مصر د کورنیو چارو د وزارت چارواکو بي بي سي ته د زندان یو فلم ښودلی چې په کې زندان پاک ښکاري خو دغه فلم څو کاله مخکې اخیستل شوی دی.

چارواکو ویلي دي چې په زندانونو کې له بندیانو سره ښه چلند کېږي او هېڅ ډول شکنجه نشته.

د هغو کسانو له ډلې چې له بي بي سي سره یې خبرې کړې دي یو هم ۱۵ کلن احمد عبدالفتاح دی.

نوموړی وايي د جنورۍ د میاشتې په ۲۴مه هغه مهال ونیول شو چې پر خپل ټېلېفون یې د مظاهرې تصویرونه اخیستل.

Image caption ۱۹ کلن یاسین محمد وايي په ۴۲ ورځني بند کې داسې برېښنايي ټکانونه ورکول کېدل چې له ده نه یې چیغې ایستې.

نوموړی پوښتنه کوي چې ولې د هغه څه فلم نه شي اخیستلی چې هره شپه یې په تلویزیون کې ګوري؟

نوموړي ویلي چې څو کسانو هڅه کوله چې له ده ټېلېفون واخلي خو ده خپل ټېلېفون ورنه کړ ځکه یې دی پولیس ته وسپاره.

دغه تنکي ځوان وايي زما لپاره د پولیس له خوا شکنجه له هماغه پیل شوه او ۳۴ ورځې د پولیسو په پوسته کې وځورول شوم.

عبدالفتاح وايي پولیسو پر ملا، لاسونو او د پښو په منځ کې برقي ټکانونه ورکول او حالت به یې داسې شو چې بیا به نه شو درېدلی.

نوموړي زیاتوي چې د برقي ټکانونو سره همهاله به پولیسو وهلو او د برېښنايي ټکان د کچې د لوړولو لپاره به یې پر ده اوبه اړولې.

احمد وايي پر ده تور و چې د اخوان المسلمین ګوند غړی دی.

د نوموړي پلار عبدالفتاح بي بي سي ته ویلي چې وروسته له هغه چې زوی یې د پولیسو له خوا ونیول شو د زوی روغتیا یې ډېر خراب شوی و په داسې ناروغۍ اخته شوی و چې هره ګړۍ به بي هوښه کېده.

Image caption د مصر د کورنیو چارو له وزارته جنرال ابوبکر عبدالکریم وايي په زندانونو کې له ټولو بندیانو سره ښه چلند کېږي او د شکنجې ادعا ردوي.

دغه راز ۱۹ کلن یاسین محمد وايي د قاهرې په مرکز کې ونیول شو او ۴۲ ورځې بندي و.

نوموړي وايي د نورو هغو کسانو په خاطر چې شکنجه کېدل، ده په بند کې له چارواکو سره خبرې کولې خو بیا هم د ده په خبره داسې برقي ټکانونه ورکول کېدل چې چیغې یې ترې ایستلې.

ډېری هغه کسان چې په زندانونو او د پولیسو په پوستو کې شکنجه شوي له وېرې خبرې نه کوي خو د بشري حقونو ډلو هم ویلي چې د مصر په زندانونو او پولیسو په پوستو کې توقیف شوي کسان شکنجه کېږي.

د بشري حقونو د یوې ډلې چارواکی کمال عید ویلي چې مصر کې اوس په هماغه ډول خلک شکنجه کېږي چې د حسن مبارک د واکمنۍ پرمهال کېدل.

نوموړی زیاتوي چې اوس لا د هغه مهال په پرتله شکنجه په دې ډېره شوې چې ګڼ کسان نیول کېږي.

خو د مصر د موقتي حکومت چارواکي په زندانونو او پولیسو په پوستو کې د شکنجې خبره ردوي.

ورته مطالب