پاکستان پوهنیزه بودیجه کې ډېروالی راولي

براون د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ښاغلي براون وويل واده ته د نجونو مجبورول او د زده کړې او پوهنې له لارې يې ګرځول په معاصره نړۍ کې د منلو خبره نه ده.

د پاکستان لومړي وزير نواز شريف د شنبې پر ورځ په خپل هېواد کې د پوهنې په اړه يو نوی حکومتي پلان اعلان کړ، چې له مخې به يې په راتلونکو څلورو کلونو کې د سوچه عايداتو څلور سلنه پوهنې ته ځانګړې کېږي.

نوموړي دغه اعلان په پلازمېنه اسلام اباد کې د پوهنې په اړه په يوه کنفرانس کې وکړ.

پر همدې مهال د پوهنې په اړه د ملګريو ملتونو ځانګړي استازي ګورډن براون چې په دغه کنفرانس کې يې برخه لرله، پاکستان کې د يوې ازمېښتي پروژې اعلان کړي، چې له مخې يې په زوره د نجونو ودولو مخنيوی وشي.

ښاغلی براون چې پخوا د برتانيا پخوانی لومړی وزير و، ويلي "د ماشومانو له ودونې خالي سيمې" به د دې لپاره جوړېږي چې ښوونکي او نجونې وهڅول شي د دغه ډول عمل پر وړاندې ګډ کار وکړي.

"موږ نجونې هڅوو، چې له خپلو حقونو خبرې شي، ښوونکي او نجونې ګډ کار ته هڅوو کله يې چې څوک وختي واده مجبوروي، ورته ووايي چې دا د منلو نه ده. موږ په پاکستان کې يوه ازمېښتي پروژوه پيلوو، چې يوه سيمه به په کې د ماشومانو له واده خالي اعلانوو، دا په نورو هېوادونو کې هم شوي، پاکستان کې يې ملاتړ روان دی او موږ به يې د پلي کېدو لپاره مالي ملاتړ کوو".

ښاغلي براون وويل واده ته د نجونو مجبورول او د زده کړې او پوهنې له لارې يې ګرځول په معاصره نړۍ کې د منلو خبره نه ده.

ده وويل په زوره ودونه نجونې له زده کړې او ماشومتوبه یې بې برخې کوي.

ده زياته کړه اووه مليونه پاکستاني ماشومان شته چې ښوونځيو ته نه ځي، او دا يې په وينا د منلو وړ خبره نه ده.

"ټولې نړۍ د دې خبرې ژمنه کړې چې د ۲۰۱۵ کال تر دسمبره بايد هر ماشوم په ښوونځی کې وي. دا هغه ژمنتيا ده چې د نړۍ هر مشر، ملګرو ملتونو او ټولو هغو بېلابېلو سازمانونو په ډاګه کړې، چې د ماشومانو خيرښېګڼې سره تړاو لري. موږ بايد د دغې ژمنيا درناوی وکړو.

Image caption پاکستان په نړۍ کې د نالوستۍ تر ټولو لوړه کچه لري.

زه په خپل هېواد کې کوم داسې مور اوپلار نه پېژنم چې نه غواړي يو ماشوم دې ښوونځي ته د تلو فرصت ولري، که يې د لګښت فکر وشي، د کال څه ناڅه سل يو نيم سل ډالره کېږي، نو دا د ورکړې وړ بيه ده چې هر ماشوم پرې ښوونځی ته لاړ شي."

ښاغلي براون وويل ښوونځيو ته به د لا ډېرو پاکستاني ماشومانو بېولو لپاره ملګري ملتونه ۱۰ میليونه ډالر او اروپايي ټولنه ۱۰۰ میليونه يورو لګوي.

پاکستان په نړۍ کې د نالوستۍ تر ټولو لوړه کچه لري.

لومړي وزير نواز شريف وويل هڅه يې دا ده چې په راتلونکو درو کلونو کې د زريزې د پرمختيا موخې په رڼا کې زده کړه د ټولو لپاره هدف ته رسېدنه وکړی شي.

ورته مطالب