د 'ډاینسټي' ډرامې ۷۵ کلنه اتله کیت اومارا ومړه

کیت اومارا د انځور حقوق BBC World Service
Image caption له شپېتمې لسیزې راهیسې اومارا ګڼو هنري ډرامو کې برخه اخیستې.

برتانوۍ سینمايي لوبغاړې کیت اومارا، چې د "ډاینسټي" ډرامې اتله هم ده، د ۷۵ کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

اومارا په دې مشهوره امریکايي ډرامه کې د "کاساندرا موریل" په رول کې لوبېدلې ده.

همداشان په تېره اتیایمه لسیزه کې په "هاورډز وای" یا د هاورډ کړو وړو ډرامه، ټراینګل یا مثلث او "ډاکټر هو" ډرامو کې لوبېدلې ده.

د هغې د کړنو وکیل فېل بېلفیلډ وايي، چې نوموړې انګلستان‎کې تر اوږدې ناروغۍ وروسته ساه ورکړه.

هغې د ۲۰۱۳ کال په نومبر کې د خپلې پنځوسمې کلیزې پرمهال یوه ځانګړي پروګرام کې وویل.

د هغې د مړینې تر اعلانېدو وروسته یې ملګرې کولینز پرخپله ټویټر پاڼه ولیکل چې: "د اومارا مړینه ډېره خواشینوونکې ده، د کاساندرا په رول کې د هغې په لوبېدو ټول خوښ وو".

همداشان په "ډاکټر هو" ډرامه کې د هغې یوه بل شریک ممثل ټام بېکر لیکلي چې "اوس کیت اومارا زموږ منځ کې نشته، دا ډېر د خپګان ځای دی. هغه یوه ډېره بااستعداده ممثله او پر خپل کار مینه مېرمن وه".

د انځور حقوق
Image caption د کیت اومارا یوه ملګري ویلي، هغې له تمثیل سره بې حده مینه لرله، خو د سینما له پراخ اسمان دغه ستوری د تل لپاره ولوېد.

اومارا په نوي یمه لسیزه کې بي بي سي له خوا په جوړه شوې "ابسولوټلي فابیولوس یا (بې حده ښکلی) کومیډي ډرامه کې لوبېدلې ده، خو په ۲۰۰۱ کال په "بډ ګېرلز" ډرامه کې راڅرګنده شوه.

اومارا په ۲۰۱۲ کال د " اګاتا کریسټي د ناول پر بنسټ جوړه شوې ډرامه "د نیل پر څنډه مرګ" کې ولوبېده.

اومارا دوه ژوندلیکونه او دوه ناولونه خپاره کړي.

هغې له دوو فلمي ستورو ریچرډ وېلیس او جیریمي یونګ سره واده کړی، چې اوس یوه لور لري، خو زوی دیکون یې تېر کال ومړ.

اومارا په وروستي ځل پر خپله ټویټر پاڼه دا توري لیکلي وو چې: "ستاسو له ښکلو ټویټر پیغامونو ډېره مننه، په لوستلو یې ډېره خوشحالېږم. په مینه".

د کیت اومارا یوه ملګري ویلي، هغې له تمثیل سره بې حده مینه لرله، خو د سینما له پراخ اسمان دغه ستوری د تل لپاره ولوېد.

ورته مطالب