پاکستاني محکمې مشرف په خیانت تورن کړ

مشرف د انځور حقوق Reuters
Image caption ۷۰ کلن مشرف پرې لګول شوي تورونه نه مني او وايي چې پر ده لګېدلي تورونه سياسي انګیزه لري.

پاکستان کې یوې ځانګړې محکمې د هېواد اساسي قانون د ځنډولو په تور پخوانی ولسمشر پروېز مشرف په رسمي توګه په خیانت تورن کړی.

د پخواني پوځي واکمن پر وړاندې د خیانت تورونو په لړ کې په ۲۰۰۷ کال د اساسي قانون ځنډول او د بېړني حالت اعلانول هم شامل دي.

پروېز مشرف د درو قاضیانو محکمې ته په داسې حال کې حاضر شو، چې تر ۲۰۰۰ ډېر نیمه پوځیان او پولیس ځای پر ځای کړل شوي وو.

د ښاغلي مشرف مدافع وکیلان وایي وسله والو ډلو یې د موکل ‎د وژلو ګواښ کړی.

مخکینی پوځي مشر راولپنډۍ ښار کې له یوه پوځي روغتون څخه محکمې ته راوستل شو.

نوموړی د تېرې جنورۍ لومړۍ اونۍ کې روغتون ته وړل شوی و، چې د زړه د ناروغۍ درملنه یې وشي.

۷۰ کلن مشرف پرې لګول شوي تورونه نه مني او وايي چې پر ده لګېدلي تورونه سياسي انګیزه لري.

که چېرې پر ښاغلي مشرف لګېدلي تورونه ثابت شي، نو ښايي د اعدام او یا عمري بند له سزا سره مخامخ شي.

پروېز مشرف پرې لګول شوي تورونه رد کړل او د محاکمې پرمهال یې وویل، چې ۴۴ کاله یې د پاکستان خدمت کړی.

هغه دا هم وویل چې د پاکستان لپاره یې دوه جنګونه هم کړي دي.

ده له محکمې وغوښتل چې د مور د ناروغۍ له کبله متحده عربي اماراتو ته د هغې د پوښتنې لپاره د سفر اجازه ورکړي.

دغې محکمې ته د مشرف د روغتیا په اړه یو نوی راپور هم وړاندې شو، چې مشرف په کې امریکا کې د ځان د درملنې غوښتنه کړې ده.

قانون پوهان وايي د مشرف د خیانت قضیه اوس په رسمي توګه پیل شوې، او قاضیان کولی شي چې د نوموړي پرضد شواهد وغواړي.

په پروېز مشرف لګول شوي تورونه د ځانګړې محکمې د یوې قاضۍ طاهرې صفدر له خوا ولوستل شو.

پر مشرف پنځه تورونه دا د ي چې " د ۲۰۰۷ کال نومبر کې یې د پوځي مشر په توګه بېړنی حالت اعلان کړی و، د هغنو بنسټیزو بشري حقونو ارزونه یې ځنډولې وه چې اساسي قانون هر وګړي ته په کې حق ورکړی او ځنډول یې له قانون نه سرغړونه ده".

پروېز مشرف په ناقانونه تګه یو لنډمهالی اساسي قانون پیل کړی و، او اصلي اساسي قانون یې تر پښو لاندې کړی و.

مشرف د ځینو هغو عالي محکمو قاضیان هم له دندو ګوښه کړي و، چې د ده اساسي قانون یې رد کړی و.

ورته مطالب