م.م: نړیواله تودوخه ویجاړوونکې اغېزې لرلی شي

د انځور حقوق Reuters
Image caption په جاپان کې ساینس پوهان پر نړۍ د نړیوالې تودوخې ناوړه اغېزې ارزوي

د ملګرو ملتونو یو رپوټ خبرداری ورکوي چې د نړیوالې تودوخې ا غیزې به سختې او نه جبرانېدونکې وي.

په جاپان کې ساینس پوهان پر نړۍ د نړیوالې تودوخې ناوړه اغېزې ارزوي.

سیاینس پوهان وایي چې دا رپوټ چې په جاپان کې دوی پرې بحث کوي تر نن پورې تر ټولو هر اړخیز رپوټ دی.

د نړیوالې تودوخې ځینې اغیزې سیلابونه، د کروندو وچوالی او د اوبو کمښت دی.

انسانان کولی شي د محدودیتونو په چوکاټ کې له دغو بدلونونو سره ځانونه عیار کړي.

په دغو ګامونو کې د سمندر د کچې په وړاندې د خنډونو جوړول او د سیلابونو په وړاندې د دیوالونو درول راځي.

په نورو ګامونو کې دا هم راتلی شي چې کروند ګرد خړوبولو له نوو لارو چارو سره بلد شي او په دې توګه زیاتې اوبه ونه لګېږي.

د طبعیت تر څنګ پر اقلیمي بدلون د انسانانو اغیز ته هم ګوته نیوله کېږي.

د اقلیمي بدلون په برخه کې د ملګرو ملتونو د رپوټ جوړوونکي وایي، داسې شواهد لري چې د اقلیم د بدلون اغیزې خورا زیاتې اوسختې دي.

د رپوټ لنډیز وایي د تودوخې زیاتوالی د انسانانو په خوړو، روغتیا، کورونو او خوندیتوب دروند اغېز کولی شي.

پر دې رپوټ د جاپان په یوکوهاما کې تر یوې اوونۍ سخت کار وروسته هوکړه شوې ده.

دا په سږني کال کې د اقلیم د بدلون او د تودوخې د زیاتوالي په برخه کې د ملګرو ملتونو د رپوټ دویمه برخه ده.

په دې رپوټ کې راغلي چې د ۲۰۰۷م کال تر ورته رپوټ وروسته داسې شواهد رامنځ ته شوي چې د نړیوالې تودوخې اغیز دوه برابره زیات شوی دی.

رپوټ وایي چې د نړۍ په ټولو هېوادونو کې د نړیوالې تودوخې د زیاتوالي ا غیز احساس شوی دی.

د رپوټ په وینا په وروستیو لسو کلونو کې د انسانانو او طبعیت پر سیستمونو د دې تودوخې اغېز لیدل شوی دی.

د اقليمي بدلون په اړه د حکومتونو ترمنځ پلاوی وايي سمندر يوازې تود شوی نه دی، بلکې هوا کې د کاربون دوه اوکسايد لوړه کچه چې سمندرونو ته مخه کوي، لا نور تېزابي کېږي.

دا که د مرجاني ډبرو په څېر تر اوبو لاندې ايکولوژيک سيستمونه نه ويجاړوي، ورانوی يې.

د انځور حقوق AFP
Image caption رپوټ وایي د تودوخې زیاتوالی د انسانانو په خوړو، روغتیا، کورونو او خوندیتوب دروند اغېز کولی شي.

دغه سيستمونه د ځوانو کبانو ساتنه کې مهم رول لري، چې د زياتېدونکو وګړيو لپاره د خوراک سرچينه جوړوي.

کليفورنيا په تېرو سلو کلونو کې تر ټولو ناوړه وچکالۍ تېرېږي، او په داسې حال کې چې خورا سخته ده فردي پېښې دې له اقليمي بدلون سره وتړل شي.

نوی راپور وايي دا ډول اغېزې به لا تکرارېږي، او د نړۍ دا توان به ګواښي چې خپل ځان ته خواړه برابر کړي.

د کروندو حاصلات به په تودو سيمو کې کمېږي، د کبانو زېرمې به هم ګوزار خوري، ځکه چې لا سړو اوبو ته به کوچېږي.

بشری روغتيا به هم له دغې تودوخې اغېز، او د لوړېدونکې تودوخې پايله کې د شخړو او کډوالۍ زياتېدو په اړه هم اندېښنې راپورته شوې دي.

خو راپور ټول د بدو چارو خبرې نه کوي.

ليکونکي يې وايي موږ، د بېلګې په ډول له سېلابونو د خونديتابه تدبيرونو زياتوالي، د کر محصولاتو بدلولو او يا د لندو مځکو ساتلو په څېر، له ډېرو دغو بدلونو سره ځان سمولی شو.

که څه هم ډېر دغه تدبيرونه به ګران تمامېږي، راپور وايي د هېڅ نه کولو بيې په پرتله دا ښه پانګونه ده.

دغه لنډيز له مرکچيانو سره په دې کې يو مهم مرستندويه عنصر بلل کېږي، چې راتلونکی کال د کاربون ايستلو کچې محدودولو په اړه يو نړيوال تړون وړاندې کړي.

ورته مطالب