په اوکراین کې د روسي ځواکونو کمول

د انځور حقوق Reuters
Image caption روسیه وایي د رستوف له سیمې ځینې پوځونه بېرته وباسي

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شټېنمېر د اوکراین په ختیځو غاړو کې د روسي ځواکونو د شمېر کمښت ته هرکلی ووایه.

د روسیې د دفاع وزارت وایي د رستوف له سیمې یو زغروال پلی کنډک وباسي.

د فرانسې او پولند د بهرنیو چارو له وزیرانو سره تر کتنې وروسته ښاغلي شټېنمېر وویل دا د دې څرګندویي کوي چې اوس حالات زیات کړکېچن نه دي.

ویل کېږي چې لا هم زرګونه روسي پوځيان د روسیې او اوکراین په پوله کې ځای پر ځای شوي دي.

وړاندې اوکراین کریمیا ته د روسیې د لومړي وزیر دمېتري مېدوېدېف او ورسره د حکومتي وزیرانو د پلاوي سفر وغانده.

په کییف کې د بهرنیو چارو وزرات ویاند وویل، تر هغه وروسته چې روسیې کریمیا په ځان پورې وتړله، د تور سمندرګي سیمې ته د روسیې د لوړ پوړي حکومتي پلاوي سفر پر نړیوالو حقونو سخت تیری دی.

نوموړي زیاته کړه په بل هېواد کې یې له اجازې پرته د یوه حکومت د لوړ پوړي پلاوي شته والی غندلی دی.

د کریمیا ولس د مارچ په ۱۶مه په یوه ټولپوښتنه کې له اوکراینه د وتلو او روسیې ته د ورګډېدو پرېکړه وکړه.

له روسیې سره د کریمیا یو ځای کېدل د ملګرو ملتونو عمومي غونډې د یوه غیرقانوني ګام په توګه وغندل.

ښاغلي مېدوېدېف وویل له کریمیا به یوه ځانګړې اقتصادي سیمه جوړه کړي.

نوموړي وویل دلته به بیروکراسي له منځه یوسي او بهرني پانګوال به ور مات کړي.

هغه زیاته کړه د کریمیا اقتصاد یې د پام په مرکز کې راځي.

د دې موخې لپاره به یوه ځانګړې دولتي اداره جوړېږي او په دې سیمه کې به پانګونې ته پام کوي.

له روسیې سره د کریمیا یو ځای کېدل د روسیې او لوېدېځ ترمنځ سخت کړکېچ را منځ ته کړ.

د امریکا متحدو ایالتونو او اروپایي ټولنې په ځينو روسي چارواکو چې د ولادیمیر پوتین نېږدې ملګري دي، بندیزونه ولګول.

پرون یکشنبه( مارچ ۳۱مه) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګې لاوروف ته وویل، د بحران حل په دې پورې تړلی چې روسیه د اوکراین له پولې خپل پوځونه وباسي.

د روسيې لسګونه زره جګړه ييز ځواکونه لا اوس هم د اوکراين پر پوله پراته دي.

د سيمې اوسېدونکو تازه ټانکونه او توپچي ليدلي چې تېره اوونۍ هلته رسېدلي وو.

خو د روسيې د بهرنيو چارو وزير سیرګې لاوروف يوه روسي ټلوېزيون ته ويلي، چې اوکرایين ته د ننوتو هېڅ تکل نه لري:

"موږ له پولو اوکرايین ته د ورتېرېدو په بشپړه توګه هېڅ تکل يا علاقه نه لرو. په بشپړ ډول هېڅ. ټول هغه څه چې غواړو يې، تر ډېره دا دي چې ګډ کار وکړو. موږ غواړو دغه پارونې، چې لوېديځ هېوادونه يې تر ټغر لاندې د تېرولو هڅه کوي، او غواړي چې له مخې حالت د هوکړې رڼا کې وړاندې کړي، ودرول شي. موږ غواړو دوی خپل مسؤوليت وپېژني".

په مسکو او واشنګټن کې دواړه ولسمشران په روښانه د داسې څه شتوالي احساسوي چې بايد بحث پرې وشي

ورته مطالب