د ۸،۲ درجې پياوړې زلزلې چيلي لړزولی دی

د انځور حقوق
Image caption راپورونه وايي تر اوسه پنځه کسه مړه شوې دي

له لاتينې امريکا راپورونه وايي چې په چلي کې د ريختر په کچه ۸،۲ درجه زلزله شوې او د څونامي لامل شوې ده.

په چلي کې د سمندر غاړو سره پرتو خلکو ته د سمندري څونامي خبرداری هم ورکړای شوی او ورته ويل شوي چې له خپلو سيمو لوړو ځايونو ته وکوچېږي.

راپورونه وايي په ساحلي سيمو کې لسګونه زره کسان له خپلو کورونو وتلي او موټر ځای پر ځای درېدلي دي.

ويل کېږي په ځينو ساحلي سيمو کې د سمندر څپې ان تر دوو مترو لوړې شوې دي او چارواکي وايي ښايي نورې لوړې څپې هم دغه سيمې ووهي.

بل خوا په ځينو سيمو کې د ځمکې ښووېدو او درز کېدو له امله ځينې سړکونه تړل شوي او ډېرو سيمو ته برېښنا پرې شوې ده.

د چیلي د کورنیو چارو وزیر رودریګو پینالیلو وویل، دا خبرداری به تر هغې پورې پر ځای وي، چې د هېواد د سمندري خوندیتابه ادارې د ګواښ د ختمېدو خبر نه وي ورکړی.

دی وايي: ''هغه مالومات چې موږ یې اوسمهال لرو، د هغې له مخې به د ټول ساحل او ټول هېواد لپاره د څونامي خبرداری د لږترلږه شپږو نورو ساعتونو لپاره پر ځای پاتې وي. هغه خلک چې له خپلو سیمو ویستل شوي، تر ډېرو ساعتونو پورې به بېرته راستانه نه شي''.

ښاغلي پيناليلو وويل دا کار به تر هغې پورې روان وي، چې د سمندري خوندیتابه ادارې د ګواښ د له منځه تلو په اړه خبر نه وي ورکړی.

د ارام سمندر په دغه سيمه کې شاوخوا يوه مياشت وړاندې هم يوه بله زلزله راغلې وه چې زور يې د ريختر په کچه ۶،۷ اټکل شوې وه.

ورته مطالب