د قاهرې له پوهنتون سره چاودنې وشوې

Image caption له هغه مهال راهیسې چې د محمد مرسي واکمني نسکوره شوې ده په شخړو کې څه باندې ۱۰۰۰ کسان وژل شوي دي.

د مصر رسنۍ وايي د قاهرې له پوهنتون سره نژدي په چادونو کې د پولیسو یو جنرال وژل شوی دی.

د روغتیا وزارت وايي چې په دې چاودنو کې پنځه نور کسان هم ټپیان شوي دي.

د پېښې په ځای کې چارواکو ویلي دي چې دوه چاودنې د پولیسو له پوستې سره شوي او یوه بله دریمه چاودنه هم شوې ده.

وروسته له هغه چې تېرکال د جون په میاشت کې د محمد مرسي واکمني نسکوره کړای شوه د اورپکو ډلو له خوا په مصر کې پر دولتي ځایونو بریدونه ډېر شوي دي.

د مصر دولتي تلویزیون وویل چې په چادونو کې وژل شوی جنرال طارق المرجاوي نومېږي چې د یوې تحقیقاتي ادارې مشري یې کوله.

رپوټونه وايي چې دوه چاودنې یو د بل پسې د څو دقیقو په واټن کې وشوې.

یوه عیني شاهد د فرانسې خبري اژانس ته ویلي "ما د بس موټر انتظار کاوه چې د دوو چاودنو غږونه مې واورېدل، فضا له دوړو ډکه شوه او پولیسو چیغې وهلې."

د پېښې له ځایه خبریالان وايي د دریمې چاودنې په ځای کې ډېر شور ماشور و او دا څرګنده شوې نه ده چې څومره زیان یې اړولی دی.

دغه چاودنه د انجینری د پوهنځي مخې ته شوې ده.

په قاهره کې د بي بي سي خبریاله اورله ګیورین وايي په وروستیو اوونیو کې دغه سیمه د پولیسو او اخوان المسلمین د پلویانو ترمنځ د شخړو په یوه مېدان بدله شوې ده.

د مصر اوسني حکومت د اخوان المسلمین ګوند ترهګره ډله بللې او تور پرې لګولی چې د پولیسو او پوځ پرضد د بریدونو ملاتړ کوي خو د اخوان المسلمین ګوند دغه تور په کلکه ردوي.

له هغه مهال راهیسې چې د محمد مرسي واکمني نسکوره شوې ده په شخړو کې څه باندې ۱۰۰۰ کسان وژل شوي او په زرګونه نور نیول شوي دي.

حکومت وايي په ورته وخت کې اورپکو نژدي ۵۰۰ کسان چې اکثره یې پولیس او پوځیان وو وژلي دي.

ورته مطالب