مشرف له یوه بریده روغ رمټ وتلی

مشرف د انځور حقوق BBC World Service
Image caption مشرف له ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۸ پورې د پاکستان پوځي واکمن و، چې د پاکستان تاریخ کې یې تر ټولو ډېره واکمني کړې ده.

د پاکستان پخوانی پوځي واکمن پرویز مشرف د ترور له یوې هڅې روغ وتلی.

پر هغه لاره د بم چاودنه شوې چې په پام کې وو دی له همدې لارې له روغتونه خپل کور ته ولاړ شي.

هغه په تېرې جنورۍ میاشت کې وروسته له هغه د درملنې لپاره په اسلام آباد کې یوه پوځي روغتون ته ولیږدول شوی چې په لومړي ځل محکمې ته پر لاره وو او ناروغ شو.

د پولیسو یوه ویاند وویل د مشرف پر لاره تر یوه پول لاندې شل دقیقې وړاندې له هغې چې مشرف له همدې لارې تېر شي، یو بم وچاودید.

پرویز مشرف په ۲۰۰۷ کال کې د اساسي قانون د ځنډولو او د بیړني حالت پلي کولو له امله په خیانت تورن دی.

د روانې اونۍ پیل کې، دغه پوځي مشر د محکمې له خوا په خیانت تورن شو.

پر هغه تور و، چې د خپلې واکمنۍ پرمهال یې بېړنی حالت او پر اساسي قانون د تطبیق چاره ځنډولې وه.

۷۰ کلن مشرف پرې لګول شوي تورونه ردوي، او وايي چې ټول تورونه سیاسي انګیزې لري.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption برید د راولپنډۍ او اسلام اباد ترمنځ په یوه لاره شوی.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption برید کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې

پر مشرف برید د پنجشنبې پر ګهیځ وختي د فیض اباد پله لاندې شوی.

دغه سیمه د پلازمېنې اسلام اباد په څنډو کې پرته ده.

د پولیسو یوه لوړپوړي افسر لیاقت نیازي اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، چې "تر پله لاندې څلور کیلوګرامه چاودېدونکي توکي په یوه پایپ کې ځای پرځای شوي وو، چې د مشرف تر رسېدا ۲۰ دقیقې مخکې وچاودېدل".

دی وايي چې مشرف له یوې بلې لارې کور ته ورسول شو.

د مشرف ویاندې عاصیې اسحق منلې ده چې مشرف روغ رمټ کور ته رسول شوی.

مشرف له ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۸ پورې د پاکستان پوځي واکمن و، چې د پاکستان تاریخ کې یې تر ټولو ډېره واکمني کړې ده.

ورته مطالب