بې درکه الوتکې په اړه یوه اشاره تر لاسه شوې

د انځور حقوق AP
Image caption لا هم معلومه نه ده، چې دغه اشاره د همدې بې درکه شوې الوتکې ده او که نه.

چین کې رسنۍ وايي د مالیزیا د بې درکه الوتکې لټون لړ کې په دنده بوختې یوې چینايي بېړۍ یوه اشاره (سګنل ) موندلې ده.

د رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، چې د دغې اشارې فریکویسني ۳۷ اعشاریه پنځه کیلوهرټزه ده، چې د الوتکو له الوت ریکارډ نه د خپرېدونکو اشارو سره سمه ده.

خو تر اوسه معلومه نه ده، چې ایا دغه اشاره د مالیزیا د بې درکه الوتکې ده او که نه. له کوالالمپور نه بیجینګ ته پر لاره دغه الوتکه د الوت پر مهال د مارچ په اتمه نېټه بې درکه شوه، الوتکه کې ۲۳۹ کسان ناست وو.

د دغې الوتکې د لټون بهیر اوس خورا مهم پړاو ته رسېدلی او لسګونه بېړۍ او الوتکې د الوتکې د ډيټا ریکارډر بېټرۍ د فعالیت مودې له پای ته رسېدو مخکې هڅه کوي دغه ومومي.

د چین دولتي خبري اژانس ژنهوا په رپوټ کې ویل شوي، چې په لټون کې د دغه هېواد یوې شاملې بېړي یوه اشاره تر لاسه کړې، خو لا هم معلومه نه ده، چې دغه اشاره د همدې بې درکه شوې الوتکې ده او که نه.

بل لور ته د یوې چینايي ورځپاڼې په رپوټ کې ویل شوي، چې بېړۍ کې ناستو دریو کسانو دغه اشاره اورېدلې، خو وايي دغه اشاره ثبت نه شو، ځکه دغه اشاره ناڅاپه تر لاسه شوه.

د لټون بهیر کوارډینیټور او د اړیکو استرالیايي اژانس مشر هیوسټن وايي 'د کومو سنګلونو په اړه چې معلومات تر لاسه شوي دي، هغه د الوتکې له بلیک باکس سره سمون کوي، خو تر اوسه معلومه نه ده، چې د بې درکه الوتکې دي او که نه.'

مالیزیا د بېلو هېوادونو له مصنوعي سپوږمکیو نه تر لاسه شویو انځورونو پر بنسټ ويلي و، چې د الوتکې د شتون وروستي ثبوتونه د هند سمندر په سویلي سیمه کې تر لاسه شوي، خو تر اوسه د دغې الوتکې پاتې شونې له هېڅ یوې سیمې نه دي تر لاسه شوی.

مالیزیا د شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د الوتکې لټون لړ کې د خپل منځې اړیکو غوره والي لپاره یې درې وزارتي کمېټۍ او یوه نوې څېړنیزه ډله جوړوي، چې پکې به د چین، امریکا، برتانیا او فرانسې استازي هم ګډون ولري.

ورته مطالب