د الجزیرې له بندي خبریالانو سره خواخوږي

د خواله پر رسنیو – ټولنیزو وېبپاڼو (ټویټر او فېسبوک) خبریالانو په مصر کې د واکمن نظام له خوا د الجزیرې د خبریالانو د نیولو په تړاو پر خپلو خولو چسپک لګولي او له بندي خبریالانو سره یې خپله خواخوږي ښوولې ده.

د دوشنبې پر ورځ (اپریل ۷) مصر کې د الجزیرې شبکې د خبریالانو د بند ۱۰۰ ورځ پوره کېږي.

ځینو خبریالانو او رسنیو په متحده عربي اماراتو کې د الجزیرې پر خپرونو د بندیز لګولو د غوښتنې پرضد هم کمپاین کړی دی.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption مسکو کې د بي بي سي خبریالانو خپلې خولې تړلې او مصر کې د وینا د ازادۍ او د الجزیرې د خبریالانو د خوشي کولو غوښتنه کوي.

په اروپا کې د بشري حقونو د سازمان منشرې لوت لیخت پرخپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې "خبریالي جرم نه دی! خبریال پیټر ګرېسټ له خپلو ملګرو سره لاهم تر سلو ورځو وروسته د بند شپې سبا کوي".

بي بي سي هم له هغو رسنیو ده، چې له خبریالانو د نیولو پرضد کمپاین ملاتړ یې کړی دی.

مسکو کې د بي بي سي خبریالانو خپلې خولې تړلې او مصر کې د وینا د ازادۍ او د الجزیرې د خبریالانو د خوشي کولو غوښتنه کوي.

اماراتو کې د الجزیرې د بندولو غوښتنه

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption کابل کې د بي بي سي دفتر هم د الجزیرې د خبریالانو د سلمې ورځې بند په تړاو خپلې خولې تړلې او د هغوی د خوشي کولو غوښتنه یې کړې ده.

په متحده عربي اماراتو کې تر ټولو ډېر هشتګونه په دغو تورو کې خپاره شوي چې: #اماراتو_کې_د الجزیرې_د_خپرونو_بندېدل_غواړو.

دا چیغې اماراتو کې د اخواني ضد کمپاین په لړ کې راپورته شوې دي، چې وايي د قطر الجزیره تلوېزیون د همدې ډلې پر مفکورو ولاړ دی.

تر ټولو ډېر د محمد المسکري ټویټونه ډېر خپاره شوي چې وايي الجزیره "هغه تلوېزیون دی، چې په عربي نړۍ کې د اخوانیانو د مفکورې خپرولو لپاره هلې ځلې کوي، دا د لوېديځ یوه داسې آله ده، چې د عربي ولسونو یووالی پکې تیت پرک کول غواړي".

د انځور حقوق BBC World Service

په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې هشټګ تر درو زرو ډېر ځلې کارول شوی.

کابل کې د بي بي سي دفتر هم د الجزیرې د خبریالانو د سلمې ورځې بند په تړاو خپلې خولې تړلې او د هغوی د خوشي کولو غوښتنه یې کړې ده.

د انځور حقوق
Image caption د یمن د بشري حقونو فعالې توکل کرمان پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: ''مصر کې پوځي واکمني پرځېدونکې ده''.
د انځور حقوق
Image caption د بي بي سي یوه خبریال کوینټین سمروېل پر ټویټر له خپل عکس سره لیکلي چې: ''مصر، ستا په کړي جرم به موږ چوپه خوله پاتې نه شو''.
د انځور حقوق b
Image caption لندن کې د بي بي سي له ودانۍ بهر خبریالانو مصر کې د الجزیرې له بندي خبریالانو سره خواخوږي وښووله.

ورته مطالب