د ورکې شوې الوتکې د توربکس سګنالونه کشف شوي

د انځور حقوق .

یوه برتانوۍ بېړۍ چې د کشفولو په عصري وسایلو سمنباله ده، د هند په سمندر کې هغه ځای ته رسېدلې چې یوه چینايي عصري بېړۍ د ورکې شوې مالیزیايي الوتکې لټه کوي.

په همدغه ځای کې دوه ځلې د الوتکې د تورې صندوقچې سګنالونه کشف شوي دي.

هغه استرالیايي چارواکي چې په دې لټون کې برخه لري اوس دغلته د دریم سګنال په اړه څېړنه کوي چې کېدای شي کشف شي.

د لټون د استرالیايي ډلې مشر انګوس هوسټن وايي چینايي بیړې د شنبې په ورځ په څو ساعتونو کې په دویم ځل د ۹۰ ثانیو لپاره یو سګنال کشف کړ.

نوموړي وویل چې دویم سګنال له لومړي نه دوه کیلو متره لري کشف شو.

خو تراوسه دا تاييد شوې نه ده چې کشف شوي سګنالونه دې د ورکې شوې الوتکې د تورې صندوقچې وي.

څلور اوونۍ وړاندې د مالیزیا هوايي شرکت دغه مساپر وړونکې الوتکه چې له کولالمپور نه بیجنګ ته روانه وه پر لاره له ۲۳۹ سپرلیو سره ورکه شوه.

که څه هم د الوتکې پاتې شونې نه دي موندل شوي څیړونکي وايي چې الوتکه د هند په سمندر کې لوېدلې ده.

د الوتکې په لټون کې ښکېل استرالیايي چارواکي وايي اوس به د دوی پام د لټون د ساحې سویل ته ورټول وي.

ویل شوي چې دغلته د اوبو ژوروالی څلورنیم کیلومتره دی.

ښاغلي هوسټن ویلي وخت یې له لاسه وځي ځکه چې د ده په خبره د تورې صندوقچې بټرۍ له ۳۰ ورځو وروسته کمزورې کېږي او وار دمخه ۳۰ ورځې شوي چې الوتکه ورکه شوې ده.

په همدې حال کې د هغو کورنیو غړو چې خپلوان یې له دغې الوتکې سره ورک شوي په کولالمپور کې د دعاګانو په مراسمو کې برخه واخیسته.

دمګړۍ ۱۲ پوځي الوتکې او ۱۳ بیړۍ د هند په سمندر کې د ورکې شوې الوتکې په لټون کې برخه لري، خو تراوسه د الوتکې څرک نه دی لګېدلی.

ورته مطالب