شمالي اروپا کې تر ټولو زیاتې مچۍ مړې شوې

د انځور حقوق AFP
Image caption دا د غومبسو او مچیو د مرګ په برخه کې تر ټولو ژوره او هر اړخیزه څېړنه ده.

یوه نوې څېړنه چې د اروپایي ټولنې په ۱۷ هېوادونو کې تر سره شوې، ښيي چې په برتانیا او د شمالي اروپا په نورو برخو کې د مدیترانې د هېوادونو په پرتله زیاتې د شاتو مچۍ مري.

د اروپايي ټولنې کمیسیون وایي، دا د غومبسو او مچیو د مرګ په برخه کې تر ټولو ژوره او هر اړخیزه څېړنه ده.

په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳مو کلونو کې په بلجیم کې ۳۳،۶ سلنه، برتانیا کې ۲۹ سلنه مچۍ وژل شوې وې.

خو د ۲۰۱۳م کال په پسرلي کې فرانسه کې ۱۳،۶ سلنه مچۍ مړې شوې دي.

خو په یونان، ایټالیا او اسپانیا کې د مچیو مرګ په ټېټه کچه و.

رپوټ وایي چې دا احصایه د مچیو په ۳۲ زرو ځالو راټوله وه.

احصایه وایي چې وحشي غومبسې هم په زیاته کچه مړې شوې دی.

دا له دې سره سره چې تېر کال پر هغو څلورو کمیاوي موادو هم بندیز ولګېد چې د غومبسو د وژنې لپاره کارېږي.

ویل کېږي چې همدا مواد د دې سبب شول چې د اروپا په ډېرو برخو کې مچۍ او غومبسې ووژني.

ساینس پوهان وایي چې که څه هم د دغو موادو پر اغیز بحث کېږي خو په دې برخه کې نورو څېړنو ته اړتیا ده.

اروپایي کمیسیون وایي په دې برخو کې زیاتو څېړنو ته اړتیا ده چې جوته شي، په اروپا کې د مچیو او غومبسو د له منځه تلنې لاملونه څه وو.

ورته مطالب