اوکراين کې د کورنۍ جګړې په اړه د روسيې خبرداری

Image caption مسکو په اوکراين کې د هر ډول بې ثباتۍ پارول رد کړې دي

روسيې اوکراين ته خبرداری ورکړی، چې د دغه هېواد په سويل او لويديځ کې هر ډول پوځي چمتووالی چې ښايي د کورنۍ جګړې لامل وګرځي، ودروي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په يوه وينا پاڼه کې ويل شوي چې اوکراين دغې سيمې ته د خپلو ځواکونو استول، پلان کړي دي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په دغه وينا پاڼه کې ويلي، چې په دغو ځواکونو کې د امريکا د پوځي ځواکونو ځانګړي قرارداديان هم شامل دي.

روسيې دغه خبرداری وروسته له هغه ورکړی، چې اوکرايني چارواکو وويل د تېرې شپې په اوږدو کې يې په خارکيف ښار کې د ترهګرۍ ضد عمليات کړي دي.

دوی ويلي هغه ۷۰ مسکو پلوي فعالان يې نيولي چې ودانۍ يې تر خپلې ولکې لاندې راوستې وې.

بل خوا د ناټو سرمنشي انرس فو راسموسن روسيې ته خبرداری ورکړی چې په اوکراين کې لا زياته لاسوهنه به له جدي پايلو سره مله تاريخي تېروتنه وي.

تېره ورځ، دوشنبه روسي پلوو فعالانو په خارکيف او دونتسک کې د خپلواکۍ اعلان وکړ.

مسکو په اوکراين کې د هر ډول بې ثباتۍ پارول رد کړې دي.

د امريکا حکومت هم ويلي داسې نه ښکاري، چې دغه بدلونونه دې د خلکو حرکتونه وي او روسيې ته يې خبرداری ورکړی چې اوکراين بې ثباته نه کړي.

ورته مطالب