د اوکراين کړکېچ پر سر څلور اړخيزې خبرې

د انځور حقوق bbc
Image caption د ناټو مشر ويلي چې د روسيې نوره مداخله به تاريخي تېروتنه وي

ټاکل شوې د اروپايي ټولنې، روسيې، امريکا او اوکراين لوړپوړي چارواکي راتلونکې اوونۍ په اوکراين کې د خرابېدونکي وضعيت په اړه بحث وکړي.

دا به له هغه راهيسې چې په اوکراين کې کړکېچ پيدا شوی لومړی ځل وي، چې څلور اړخيزې خبرې کېږي.

په دغې غونډه کې به د اروپا د بهرنۍ تګلارې مشره کاترين اشټون، د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري، د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف او د اوکراين د بهرنيو چارو وزير ګډون وکړي.

کريميا په فبروري مياشت کې له روسيې سره يو ځای شوه او روسيې له اوکراين سره پر پوله زيات ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

کيف او د امريکا متحد ايالتونه مسکو د اوکراين په ختيځ کې چې ډېری ګړېدونکي يې روسان دي په نااراميو تورنوي، خو روسيې دغه تورونه په کلکه رد کړې دي.

مسکو له هغه راوروسته چې روس پلوی ولسمشر ويکتور يانوکووېچ په فبروري مياشت کې له واکه لرې کړای شو، په کيف کې نوې اداره په رسميت نه پېژني.

سره له دې چې یوه اروپايي چارواکي تاييد کړې د راتلونکې اوونۍ غونډه به په اروپا کې وي، خو تر اوسه د دغې غونډې کره ځای ځایګی او وخت نه دی ټاکل شوی.

د ميرمن اشټون يوې وياندې وويل: ''اغلې اشټون په اوکراين کې د کړکېچ کمولو په موخه خپلو دپلوماتيکو هڅو ته دوام ورکوي او په دې لړ کې به راتلونکې اوونۍ د امريکا، روسيې او د اوکراين د بهرنيو چارو له وزيرانو سره وګوري''.

د سې شنبې پر ورځ ناټو روسيې ته خبرداری ورکړ چې په اوکراين کې به نوره مداخله د روسيې تاريخي تېروتنه وي، او دا به له جدي پايلو سره مله وي.

د ناټو سرمنشي انرس فو راسموسن وويل مسکو بايد د اوکراين له ختيځو پولو خپل ځواکونه شاته کړي.

ده وويل: ((زه پر روسيې ټينګار کوم، چې شاتګ وکړي او د اوکراين په ختيځ کې حالات نور خراب نه کړي)).

د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين ويلي پر اوکراين د يرغل نيت نه لري، خو دغلته د روسي ژبو د خونديتوب حق لري.

ورته مطالب