د ګوګل بالون ۲۲ ورځو کې ګرده نړۍ راګوري

د انځور حقوق a
Image caption ګوګل وايي، چې د بالون جوړښت کې لوګاریتم سیستم کارول شوی، چې د باد تګلوری یې هم د مسیر ټاکلو برخه کې مهم رول لري.

ګوګل شرکت هوا ته د یوه داسې بې سیمه بالون د پورته کولو اعلان کړی، چې هدف یې په ۲۲ ورځو کې پر ټوله ځمکه راګرځېدل ښوول شوي دي.

د "اپیس ۱۶۷" په نامه دغه بالون به بې سیمه (وای فای) انټرنېټي شبکې له نورو سره نښلوي.

دغه بالون د ګوګل شرکت د "لوون" پروژې یوه برخه ده، چې په لمرینه انرژۍ به چلېږي او د هر راز لوړو څوکو پر سر تېرېدلی شي.

د لومړي ځل لپاره ګوګل په نوي زیلنډ کې تېر جولای دا ډول دېرش بالونونه پورته کړل.

دغه بالون له لیرې کنټرولېږي، چې د ځمکې تر سطحې څه باندې ۱۹ کیلومتره لوړوالي پورې الوتلی شي.

ګوګل وايي، چې د بالون جوړښت کې لوګاریتم سیستم کارول شوی، چې د باد تګلوری یې هم د مسیر ټاکلو برخه کې مهم رول لري.

ګوګل ویلي چې "ایپیس ۱۶۷ بالون د ارام سمندر پر سر ګرځېدلی، چې بیا وروسته چیلي او ارجنټاین ته وخوځېد، له هغه ځایه یې استرالیا او نوي زیلنډ ته مخه کړه".

د ټکنالوژیکو خبرونو اړوندې امریکايي وېبپاڼې "سي نېټ" ویلي، چې ګوګل د الوتنې یو لوړ ازمایښتي تجربې کړې دي.

که څه هم ویل کېږي، چې ددغه بالون په تګلوري کې باد هم رول لوبوي، خو په ځینو قطبي سیمو کې چې باید پکې پر یوه محدوده ساحه تاوېږي، ګوګل وايي، چې دغه باد یې مخه نه شي نیولی، بلکې د ګوګل د پلان له مخې به خپل مزل ته ادامه ورکوي.

تېره میاشت فېسبوک شرکت هم یوه څه کړې وه، چې د "تیتان آیروسپېس" په نامه یو شرکت خپل کړي.

دغه شرکت داسې بې پیلوټه الوتکې جوړوي، چې د لمر په انرژۍ چلېږي او پرله پسې توګه پنځه کاله په هوا کې ګرځېدلی شي.