اسلام اباد: سبزي منډيي کې چاودنې ۱۹ کسان وژلي

د انځور حقوق AFP
Image caption چاودنه ګهیځ مهال د خلکو د ګڼې ګوڼې پرمهال سبزي مارکیټ کې شوې.

پاکستاني پولیس وايي، د پلازمېنې اسلام اباد ایچ ۱۱ سکټور سبزي منډيي کې چاودنې لږترلږه ۱۹ کسان وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي.

یوه ورځ مخکې هم بلوچستان ایالت کې بېلتون غوښتونکو لږترلږه ۱۳ کسان وژلي وو.

د اسلام اباد پولیسو مشر سلطان اعظم تاموري د پېښې ځای کې خبریالانو ته ویلي، چاودنه کې تر ۴۰ ډېر نور کسان ټپیان شوي دي.

د چاودنې انځورونه

په دغه مارکیټ کې ګهیځ د چاودنې پرمهال د خلکو ډېره ګڼه ګوڼه ډېره وي.

حکومتي سرچینو ویلي، ټپیان د اسلام اباد شفا روغتون او پولي کلینیک ته وړل شوي دي.

پولیسو ویلي، چاودېدونکي توکي د مېوې په کرېټ کې ځای پرځای شوي وو.

په تېر مارچ کې هم د اسلام اباد ایف ایټ سکټور کې ورته چاودنې او ډزو د یوه قاضي په ګډون لږترلږه یوولس کسان وژلي وو.

تېره ورځ، د پاکستان په خيبر پښتونخوا کې د ځمک ښووېدنېله امله ۱۱ کسان تر خاورو لاندې شوي، چې تر اوسه د لږترلږه پنځو کسانو جسدونه راوېستل شوي دي.

اوسمهال د پاکستاني حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند تړون دی، چې د سولې مخامخ خبرو لپاره لاره اواره کړي.

ورته مطالب