اوکراين ختيځ کې روس پلويو ته گواښ وکړ

د انځور حقوق Getty
Image caption حالات وروسته له هغه لا ترينگلي شول چې د اوکراين په ختيځ کې روسي پلويو دولتي ودانۍ ونيوې

د اوکراين د کورنيو چارو وزارت هغو روسي پلويو فعالينو ته چې د دغه هېواد په ختيځ کې يې دولتي ودانۍ نيولي خبردارى ورکړى چې د يوۀ سياسي حل لپاره دې خبرې اترې پيل کړي که نه نو په وړاندې به يې ځواک وکارول شي.

د اوکراين د کورنيو چارو وزير آرسن اواکوف وويل " ستونزه به په هر حالت کې، په ٤٨ ساعتونو کې هواره شي".

وړاندې په لوهانسک کې ځينې فعالين د امنيتي ادارو هغه ودانۍ پرېښوولې چې له تېرې يکشنبې راهېسې يې په ولکه کې وې.

ټاکل شوې چې راتلونکې اوونۍ د اوکراين د کړکېچ له راټوکېدو راهيسې په لومړي ځل د اوکرايني چارواکو، اروپايي ټولنې، روسيې او امريکا ترمنځ څلور اړخيزه کتنه وشي.

د خبرو اترو موخه د هغه په ټپه ولاړ حالت ماتول دي چې په تېر فبرورۍ کې له روسيې سره د کريميا د ټاپو وزمې له يو ځاى کېدو سره رامنځته شو. د روسيې ځواکونه او س د دواړو هېودونو پر گډې پولې ځاى پر ځاى دي.

بل لوري ته د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين نن (چهارشنبه) وړانديز وکړ چې د روسيې د انرژۍ دولتي شرکت غازپروم دې اوکراين اړ کړي چې د غازو لگښت بيه دې له وړاندې پرې کړي، خو نوموړي دا هم زياته کړې چې لومړى دې په دې تړاو له کييف سره خبرې وشي.

اوکراين د غازو له امله، څه د پاسه ٢ ميليارډ ډالر د روسيې پوروړى دى چې په دې وروستيو کې د پيسو د ورکړې وروستۍ نيټه هم ترې تېره شوه.

حالات وروسته له هغه لا ترينگلي شول چې د اوکراين په ختيځ، لوهانسک، خارکييف او ډنيتڅک کې روسي پلويو دولتي ودانۍ ونيوې.

کييف او د امريکا متحد ايالتونه مسکو د اوکراين په ختيځ کې چې ډېری اوسېدونکي يې په خټه روسان دي د نا اراميو پر هڅولو تورنوي، خو روسيې دغه تورونه په کلکه رد کړې دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د روسيې ځواکونه او س د دواړو هېودونو پر گډې پولې ځاى پر ځاى دي

مسکو له هغه راوروسته چې روس پلوی ولسمشر ويکتور يانوکووېچ په فبروري مياشت کې له واکه لرې کړای شو، په کيف کې نوې اداره په رسميت نه پېژني.

سره له دې چې یوه اروپايي چارواکي تاييد کړې د راتلونکې اوونۍ غونډه به په اروپا کې وي، خو تر اوسه د دغې غونډې کره ځای ځایګی او وخت نه دی ټاکل شوی.

د سې شنبې پر ورځ ناټو روسيې ته خبرداری ورکړ چې په اوکراين کې به نوره مداخله د روسيې تاريخي تېروتنه وي، او دا به له جدي پايلو سره مله وي.

د ناټو سرمنشي انرس فو راسموسن وويل مسکو بايد د اوکراين له ختيځو پولو خپل ځواکونه شاته کړي.

د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين بيا وايي پر اوکراين د يرغل نيت نه لري، خو دا خپل حق گڼي چې په سيمه کې د روسي ژبو وگړو حقونه خوندي کړي.

ورته مطالب