د روسيې پارلمان ۵ غړي د ګورباچوف محاکمه غواړي

Image caption میخایل ګورباچوف له لوی څارنوال نه د پارلمان د دغو غړو غوښتنه په بشپړ ډول یو پوچ اقدام بللی

د روسیې د پارلمان پنځو غړو د دغه هیواد لوی څارنوال ته یو لیک استولی او د شوروي اتحاد د وروستي مشر میخاییل ګورباچوف د محاکمې غوښتنه یې کړې ده.

دوی وايي ميخايل ګورباچوف ځکه باید محاکمه شي چې د دوی په خبره شوروي اتحاد یې له منځه وړی دی.

د روسیې د پارلمان دغه پنځه غړي وايي ګورباچوف د شوروي اتحاد د په ځای پاتې کیدو په اړه د یوې ټولپوښتنې د مخنیوي له لارې دغه اتحاد ړنګ کړ.

میخایل ګورباچوف له لوی څارنوال نه د پارلمان د دغو غړو غوښتنه په بشپړ ډول یو پوچ اقدام بللی دی.

له دغو پنځو غړو دوه یې د روسيې د اوسني ولسمشر ولادمير پوتین د ګوند اړوند دي.

د شوروي اتحاد د له منځه تللو په پایله کې د اوکرایین په ګډون ۱۴ هیوادونو چې د مسکو واک پرې چلیده، خپلواکې تر لاسه کړه.

ويل کېږي د شوري اتحاد د نړېدو يو مهم لامل په افغانستان کې له روسانو سره د افغانانو مقاومت وو.

ورته مطالب