امريکا کې زده کوونکي ۲۰ کسه په چړو وهلي

د انځور حقوق AP
Image caption راپورونه وايي چې د ټپيانو وضعيت خطرناک نه دی

د امريکا په پنسلوانيا ايالت کې يوه هلک چې دوه چړې ورسره وې په يوه ښوونځي کې ۱۹ زده کوونکي او يو ساتونکی په چړو ټپيان کړي دي.

دغه هلک چې عمر يې ۱۶ کاله دی اوس د پوليسو په توقيف کې دی او په ټپيانو کې ۱۴ کلن هلکان هم شامل دي.

ويل کېږي چې په چړو د يو شمېر وهل شويو ټپونه ژور دي او په روغتون کې بستري دي، خو هیله څرګنده شوې چې ژوند ته يې خطر نه شته.

د امريکا په ښوونځيو او د زده کړو په نورو مرکزونو کې د تاوتريخوالي پېښې معمولآ وسلو ته د لاسرسي سره تړل کېږي.

خو دا ځل د پنسلوانيا ايالت په يوه لېسه کې يوه ۱۶ کلن زده کوونکي د چړو پر مټ ۲۰ کسه ټپيان کړل.

د مېرېزویل د ښارګوټي د يوې لېسې زبون وهلو چې پېښه يې له نژدې ليدلې وه رسنيو ته وویل د دوی يو تن ټولګيوال چې نوم يې لا نه دی افشا شوی هر هغه څوک په چړو څېرل چې مخې ته يې ورتلل.

ځينو قربانيانو رسنيو ته وويل چې د لېسې د تعليمي ورځې د ګڼې ګوڼې له امله يې هېڅوک نه دي ليدلي چې د دوی پر لور راشي او پر دوی يرغل وکړي، خو کله يې چې ټپونو ته پام شو، وينې ترې بهيږي او پوه شول چې يرغل پرې شوی دی.

غلی او ارام

۱۶ کلن بريدګر چې ويل کېږي يو غلی او ارام زده کوونکی و د څو دقيقو له بريد وروسته د ښوونځي د مرستيال او يوه پوليس له لوري ونيول شو.

که څه هم د دغې پېښې له امله څوک نه دي مړه، خو د ځينو ټپونه ژور ښوول شوې دي.

دا لومړی ځل نه دی چې د امريکا په تعليمي موسسو کې زده کوونکي په ډله ييز ډول تر بريد لاندې راځي.

په ۱۹۹۹ کال کې د کولارادو په يوه ښوونځي کې دوو تنکيو زده کوونکو خپل ۱۲ ټولګيوال او يو ښوونکی ووژل او بيا يې خپل ځانونه هم ووژل.

تر ټولو وروستۍ خونړۍ پېښه شاوخوا ۱۸ مياشتې وړاندې د کنټيکټ ايالت په يوه ښوونځي کې وشوه چې يوه ۲۰ کلن وسلوال په کې له شلو ډېر کسان ووژل او خپل ځان يې هم وواژه.

ورته مطالب