د الجزیرې خبریالانو خپله محاکمه مسخره وبلله

Image caption په مصر کې د الجزیرې د دریو خبریالانو په ګډون پر ۲۰ کسانو د ترهګری تور لګول شوی چې ۱۲ یې د هغوی په غیاب کې محاکمه کېږي.

د الجزیرې دریو خبریالانو چې په مصر کې د ترهګرې تور پرې لګول شوی په دې تړاو د دوی وروستۍ محاکمه یوه مسخره وبلله.

د پنجشنبې په ورځ څارنوالانو په محاکمه کې د دغو دریو خبریالانو پرضد شواهد وړاندې کړل چې په هغو کې د وحشي ژوند او خبري کنفرانسونو تصویرونه هم شامل وو.

دغو دریو خبریالانو چې د بي بي سي پخوانی خبریال پیټر ګریسټ هم په کې شامل دی پر دوی لګول شوی تور رد کړی دی.

دا خبریالان د تېر ډسمبر په میاشت کې نیول شوي چې د دوی پرضد دوسیه په نړیوال کچه د رسنیو او بشري حقونو ډلو له خوا غندل شوې ده.

پر دې دریو خبریالانو او ۱۷ نورو کسانو ورته تور لګول شوی خو دم ګړۍ یوازې اته کسان په بند کې دي او پاتي ۱۲ نور یې په غیاب کې محاکمه کېږي.

له دې دریو خبریالانو سره څلورم یو زده کوونکی دی چې له تېرو دوو اوونیو راهیسې یې د نه خوړولو په اعتصاب لاس پورې کړی او په محاکمه کې بېسده شو.

دغه راز د الجزیرې یو څلورم خبریال چې عبدالله الشامي نومېږي او له تېر اګست میاشتې راهیسې نیول شوی تراوسه نه دی تورن شوی.

د ښاغلي شامي میرمن وايي چې د نه خوړولو له امله د هغه روغتیايي حالت د خرابېدو په حال کې دی.

د بي بي سي خبریاله اورلا ګیورین چې د محاکمې جریان یې څارلی وايي هغه وېډیوګاني چې په محاکمې کې وښودل شوې داسې ښکارېدې چې هېڅ یوه یې له دې قضیې سره اړخ نه لګوي.

د بي بي سي خبریاله وايي د سکای نیوز عربي چینل له خوا په مصر کې د وحشي ژوند په اړه چې کم ساري رپوټونه هم په کې شامل دي وار دمخه ډېرې کیسې خپرې شوې دي.

د پیټر ګریسټ لپ ټاپ کمپوټر کې توکي لکه په کینیا کې د یوې خبرې غونډې فلم، یو بل مستند فلم چې ده په سومالیا کې جوړ کړی او د هغه د مور او پلار د رخصتۍ ځیني تصویرونه وڅیړل شول.

د فرانسې خبرې اژانس وايي قاضي څارنوالانو ته وویل چې په کینیا کې اخیستل شوي د خبرې غونډې تصویرونه د خبریالانو له دوسیې سره هېڅ تړاو نه لري.

د محاکمې پرمهال پیټر ګریسټ چې په قفس کې و چیغې وهلې چې دا محاکمه یوه مسخره او د مصر لپاره شرم دی.

ورته مطالب