حميد ابوطالبي: امريکا د ايران استازى نه ورپرېږدي

Image caption ښاغلي ابوطالبي ويلي چې دى د هغې ډلې غړى نه و چې د امريکا سفارت يې قبضه کړ او وروسته ترې وغوښتل شول چې د زده کوونکو لپاره ژباړونکى شي.

ابوطالبي نه مني چې د هغې اصلي ډلې غړى و چې امريکايي ډېپلوماتان يې پر ١٩٧٩ کال يرغمل کړل.

د امريکا کانگرس ولسمشر ته يوه لايحه استولې چې په ملگرو ملتو کې د ايران نومېدلى سفير دغه هېواد ته له ورتگه راگرځوي.

ولسي جرگې دغه سند د سنا ترتصويب دوه ورځې وروسته په يوه غږ ومانه.

حميد ابوطالبي د مسلمانو زده کوونکو دهغې ډلې غړى و چې په تهران کې يې د امريکا پر سفارت قبضه وکړه.

سپينې ماڼۍ ايران ته ويلي چې د ښاغلي ابوطالبي نومېدل "کار نه ورکوي"، خو نور يې د دغې طرحې په تړاو دريځ نه دى نيولى.

دوه پنځوس امريکاييان د ٤٤٤ ورځو لپاره د ايران د اسلامي انقلاب په هماغه تودو کې چې امريکا پلوى پاچا- محمد رضا شاه يې تېښتې ته اړ کړ او واک آيت الله خميني ونيو، يرغمل شوي وو.

ښاغلى ابوطالبي چې مخکې په بلجيم، اروپايي ټولنې، ايټاليا او آسټراليا کې د ايران سفير و، ايراني رسنيو ته ويلي چې په هغه کړکېچ کې د ده ونډه يوازې هغه مهال راغله چې سفارت دمخه نيول شوى و او کار يې اصلا" ژباړه وه.

روڼ پيغام

پر پنجشنبه د سپينې ماڼۍ وياند جى کارني وويل، " موږ په ډانگ پېيلي ويلي او ايرانيانو ته مو رسولې چې غوره کړى کس يې کار نه شي ورکولى."

خو هغه له دې ويلو ډډه وکړه چې ولسمشر اوباما به دا طرحه لاسليک کړي او که نه.

په همدې ترڅ کې د ايران حکومت د ښاغلي ابوطالبي ردېدل "نه منونکی" بللی دی.

پر پنجشنبه په ولسي جرگه کې تصويب شوې طرحه، امريکا ته د هغو وگړو ورتلل ردوي چې په جاسوسۍ يا ترهگرۍ کې ښکېل وي او يا ملي امنيت ته گواښ پېښوي.

د تکزاس جمهوري پلوي استازي سناتور ټېډ کروز چې دا طرحه يې سنا ته وړاندې کړې وه، ښاغلى اوباما وهڅاوه چې لاسليک يې کړي.

هغه وويل: "موږ د ايران په څېر کټارو ملتو ته د يوه هېواد په توگه دا روښانه پيغام استولى شو چې امريکا به دا ډول پاروونکى او د غليمۍ چلند ونه زغمي."

په ولسي جرگه کې د طرحې سمبالوونکي جمهوري پلوي ډوگ لامبورن وويل: "د ايران يا کوم بل ځاى ترهگرو ته بايد دا اجازه نه وي چې د منهټن په کوڅو کې له ډېپلوماتيېک خونديتوب سره چکر ووهي."

د امريکا دريځ:

امريکا د ملگرو ملتو د کوربه هېواد په توگه مخکې هم، خو ډېر لږ، سفيرانو يا د هېوادو مشرانو ته د ورتگ اجازه نه ده ورکړې.

په دوى کې د ايران يو مخکنى استازى او د سودان ولسمشر عمرالبشير راځي.

په دغو مواردو کې د ويزې عريضه يا د امريکا تر مخالفت وروسته بېرته اخيستل شوې او يا د بهرنيو چارو وزرات يې بيخي له څېړلو ډډه کړې ده.

دغه موارد د ښاغلي ابوطالبي په قضيه کې هم شته.

پر دوشنبه، د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياندې مرضيې افخم، حکومتي رسنيو ته وويل چې نوموړي ته پخوا، په ١٩٩٠ يمو کلونو کې ملگرو ملتو ته د ورتلونکو په ډله کې ويزه ورکړ شوې وه.

ښاغلي ابوطالبي د ايران له يوې خبري وېبپاڼې سره په مرکه کې ويلي چې دى د هغې ډلې غړى نه و چې د امريکا سفارت يې قبضه کړ او وروسته ترې وغوښتل شول چې د زده کوونکو لپاره ژباړونکى شي.

نورو کسانو چې په هغه پېښه کې يې لاس درلود، دا خبره تاييد کړې ده.

ورته مطالب