د امریکا د روغتیا وزیره استعفی کوي

د انځور حقوق AP
Image caption آغلې سبیلیس له ۲۰۰۹ کال راهیسې د امریکا د روغتیا وزیره ده، له هغه مهال راهیسې چې ولسمشر اوباما واک ته ورسېد.

رپوټونه وايي د امریکا د روغتیا وزیره کتلین سبیلیس د ولسمشر بارک اوباما له لانجمن روغتیايي قانون له معرفي کېدو وروسته استعفی کوي.

دغه قانون چې د ولسمشر بارک اوباما پلویان یې د ولسمشر اوباما یو له کورنیو لاسته راوړنو ګڼي له تخنیکي ستونزو او ځنډ سره مل و.

آغلې سبیلیس له ۲۰۰۹ کال راهیسې د امریکا د روغتیا وزیره ده، له هغه مهال راهیسې چې ولسمشر اوباما واک ته ورسېد.

رپوټونه وايي چې ولسمشر اوباما به د آغلې سبیلیس پرځای د بودیجې اوسنی مشر سلیفیا میتیو وټاکي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې د استعفی کولو پرېکړه په خپله د آغلې سبیلیس ده.

وروسته له هغه چې د تېر اکتوبر په میاشت کې ویپاڼې د روغتیايي بیمو په برخه کې له ستونزو سره مخامخې شوې خلکو د روغتیا له وزیرې غوښتنه کوله چې استعفی ورکړي خو هغه مهال ولسمشر اوباما د دې غوښتنې پر وړاندې ودرېد.

جمهوریت غوښتوونکي د ولسمشر اوباما له خوا روغتیايي قانون نیمګړی بولي.

خو دا قانون د دې لپاره جوړ شوی چې له مخې یې هغه ۴۸ میلیونه کارګر هم له روغتیايي خدمتونو برخمن شي چې کار ورکوونکو له خوا روغتیايي بیمې نه ورکول کېږي.

ویل شوي چې له دې قانون سره به د روغتیايي خدمتونو د بیو لوړیدل کابو شي او شخصي کمپنۍ به هم د بیمې پلانونه له یوې ټاکلې اندازې سره چمتو کوي.

د نوي قانون له مخې هغه کسان به د مالیې په برخه کې جرمانه کېږي چې راتلوونکې کال پورې روغتیايي بیمه ونه لري.

ورته مطالب