ابوطالبي ته د ويزې نه ورکولو پر سر ناندرۍ

د انځور حقوق ISNA
Image caption ابوطالبي دا ردوي چې ګنې د هغې ډلې غړی و، چې په تهران کې يې د امريکا پر سفارت بريد کړی وو

ايران حميد ابوطالبي ته د امريکا له لوري د وېزې په نه ورکولو نيوکه کړې او هغه يې له نړیوالو اصولو سرغړونه بللې ده.

د ملګرو ملتو اصلي مرکز د امريکا په نيويارک کې دی.

ايران حميد ابوطالبي په ملګرو ملتونو کې خپل نوی سفير معرفي کړی دی.

په ملګرو ملتو کې د ايران استازي د امريکا دا ګام له نړیوالو قوانينو سرغړونه وباله، چې په خبره يې امريکا په دې ډول د خپل استازي په توګه د هېوادونو حق تر پښو لاندې کوي.

سپنې ماڼۍ تر دې وړاندې په ملګرو ملتو کې د ايران د نوي استازي غوره کول 'نامناسب' بللي و او هغه ته يې له وېزې ورکولو ډډه کړې ده.

راپورونه وايي حميد ابوطالبي د مسلمانو زده کوونکو دهغې ډلې غړى و چې په تهران کې يې د امريکا پر سفارت قبضه وکړه.

خو ابوطالبي نه مني د هغې اصلي ډلې غړى و چې امريکايي دپلوماتان يې پر ١٩٧٩ کال يرغمل کړل.

۵۲ امريکايان د ٤٤٤ ورځو لپاره د ايران د اسلامي انقلاب په هماغه تودو کې چې امريکا پلوى پاچا- محمد رضا شاه يې تېښتې ته اړ کړ او واک آيت الله خميني ونيو، يرغمل شوي وو.

د امريکا کانگرس ولسمشر ته يوه لايحه استولې چې په ملگرو ملتو کې د ايران له لوري نومول شوی سفير دغه هېواد ته له ورتگ وگرځوي.

ولسي جرگې دغه سند د سنا ترتصويب دوه ورځې وروسته په يوه غږ ومانه.

ښاغلى ابوطالبي مخکې په بلجيم، اروپايي ټولنې، ايټاليا او استراليا کې د ايران سفير و.

ده ايراني رسنيو ته ويلي په هغه کړکېچ کې د ده ونډه يوازې هغه مهال راغله چې سفارت دمخه نيول شوى.

د امريکا دريځ

امريکا د ملگرو ملتو د کوربه هېواد په توگه مخکې هم، خو ډېر لږ، سفيرانو يا د هېوادو مشرانو ته د ورتگ اجازه نه ده ورکړې.

په دوى کې د ايران يو مخکنى استازى او د سودان ولسمشر عمرالبشير راځي.

په دغو مواردو کې د ويزې عريضه يا د امريکا تر مخالفت وروسته بېرته اخيستل شوې او يا د بهرنيو چارو وزرات يې بيخي له څېړلو ډډه کړې ده.

دغه موارد د ښاغلي ابوطالبي په قضيه کې هم شته.

پر دوشنبه، د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياندې مرضيې افخم، حکومتي رسنيو ته وويل چې نوموړي ته پخوا، په ١٩٩٠ يمو کلونو کې ملگرو ملتو ته د ورتلونکو په ډله کې ويزه ورکړ شوې وه.

ښاغلي ابوطالبي د ايران له يوې خبري وېبپاڼې سره په مرکه کې ويلي چې دى د هغې ډلې غړى نه و چې د امريکا سفارت يې قبضه کړ او وروسته ترې وغوښتل شول چې د زده کوونکو لپاره ژباړونکى شي.

نورو کسانو چې په هغه پېښه کې يې لاس درلود، دا خبره تاييد کړې ده.

ورته مطالب