فلسطين د جنيوا کنوانسيون سره يو ځای شو

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption فلسطين ۲۵ کاله وړاندې جنيوا کنوانسيون سره د يو ځای کېدو غوښتنه کړې وه

د سويس حکومت تاييد کړې چې د فلسطين خپلواکه اداره د (فلسطين هېواد) په توګه په رسمي ډول جنيوا کنوانسيون سره يو ځای شو.

د جنيوا کنوانسيون د هغو بشري حقونو د اصولو او قواعدو ټولګه ده، چې تر ډېره د جګړې په پېر او د پوځي نيواک په وضعيت پورې اړه لري.

سويس چې دمګړۍ د جنيوا کنوانسيون غړی هېواد دی اعلان کړی، چې د فلسطين خپلواکه اداره د اپريل پر دويمه له دغه کنوانسيون سره وتړل شوه.

له هغه وروسته چې اسراييلو د فلسطينيانو د څلورمې جوپي بنديانو له خوشي کولو ډډه وکړه، فلسطينيانو له لسو په زياتو نړیوالو سازمانونو کې د خپل غړيتوب غوښتنه وکړه.

اسراييل د فلسطين د دغه ګام سخت مخالفت کوي وايي، د يوه هېواد په توګه نړیواله ټولنه فلسطین نه پېژني او داسې اقدامات د سولې خبرې اترې ګډوډوي.

فلسطنيانو بيا بيا اسراييل په بيت المقدس او د لويديځې تراډې په ختيځه برخه کې د ميشت ځايونو د جوړولو له امله د جنيوا له څلورم کنوانسيون نه په سرغړونې تورن کړی دی.

اسراييلو دا تور رد کړی او وايي د جنيوا کنوانسيون په دې برخه کې د کارولو وړ نه دی، ځکه چې د دغو سيمو هېڅ يوه يې د يوه خپلواک هېواد برخه نه ده او هغه مهال چې اسراييلو دغه سيمه تر خپل کنترول لاندې راوسته د اردن په ولکه کې وه.

۲۵ کاله وړاندې د فلسطين ازادي غوښتونکي سازمان د جنيوا له کنوانسيون سره د يو ځای کېدو غوښتنليک وړاندې کړی و.

ملګرو ملتو په ۲۰۱۲ کال د فلسطين موقف په دغه سازمان کې له 'څارونکي بنسټ' نه 'څارونکي دولت' ته پورته کړ.

ورته مطالب