پاکستان: د نهه میاشتني ماشوم قضیه وایستل شوه

د انځور حقوق
Image caption د دغه ماشوم د کورنۍ نورو کسانو خلاف محاکمه دوام لري.

د پاکستان یوې محکمې د خپلې کورنۍ له ۱۲ نورو کسانو سره د وژنې یوې قضیې کې ښکیل ۹ میاشتني ماشوم موسی خان قضیه له څېړنې مخکې خارج کړه.

لاهور یوې محکمې ته دغه ماشوم او کورنۍ یې د وژني لپاره د توطیې جوړولو، پولیس ته د ګواښونو او مملکت چارو کې د لاسوهني په تور وړاندې شوی و.

خو د قاضي په وینا دغه قضیه باید له سره محکمې ته نه وای وړاندې شوې.

له دې مخکې لوړپوړو چارواکو ویلي و، چې د پولیس څېړونکي افسر خلاف یې د اقدام کولو امر کړی.

د پولیسو له څېړنې معلومه شوې، چې په لومړي پړاو کې د قضیې په اړه رپوټ ورکونکي افسر د عیمي او د هغه د زوی خلاف رپوټ کې د زوی د عمر په اړه څه نه و لیکلي او له همدې کبله نوموړی افسر له دندې ګوښه شوی دی.

د پاکستان د قانون له مخې په هېڅ ډول قضیه کې له اووه کلنۍ کم ماشومان نه شاملیږي او نه هم پرې تور لګول کېږي.

له کم عمري سره ماشوم موسی خان د خپلې کورنۍ د هغو کسانو په ډله کې شامل بلل شوی و، چې لاهور کې پرې د ګازو او برېښنا وېش په اړه له تاو تریخوالي وروسته پرې د پولیس افسرانو د وژلو ناکامې هڅې تور لګېدلی و.

په ځايي رسنیو کې، محکمې ته د نوموړي ماشوم وړاندې کولو د مهال داسې انځورونه خپاره شوي، چې پکې دغه ماشوم د پلار په غيږ کې د شودو څښلو په حال کې لیدل کېږي.

د نوموړي ماشوم نیکه له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل:

' هغه په دې نه پوهيږي، چې څنګه د خپلو شیدو بوتل واخلي، دی څنګه کولای شي، پر پولیسو د ډبرو ګوزارونه وکړي. '

د شنبې په ورځ محکمې ته د وړاندې کېدو پر مهال موسی خان ډاډه معلوميده.

تېر ځل محکمې کې، د هغه د ګوتو نښو اخیستو پر مهال ماشوم موسی خان تر ډېره ژړل. د دغه ماشوم د کورنۍ نورو کسانو خلاف محاکمه دوام لري.

ورته مطالب