نايجريا کې درې بريدونو ۱۳۵ کسه وژلي دي

Image caption تر دغو بريدونو وړاندې د زمفارا په بريدونو کې وسلوالو لسګونه کسان وژلي

د نايجريا د مشرانو جرګې يوه غړي بي بي سي ته ويلي د دغه هېواد په شمال ختيځ کې د وسله والو د څو بريدونو په پايله کې شاوخوا ۱۳۵ کسه وژل شوي دي.

دغه چارواکي د بوکو حرام اسلامپالې ډله د دغو تورونو په اړه پړه پېژندلې ده.

احمد زاناه تېره ورځ (شنبه، ۱۲ اپريل) وويل دغه بريدونه له تېرې چارشنبې راهيسې په دريو جلا سيمو کې شوې دي.

د بښنې د نړیوال سازمان د راپور له مخې په تېرو دريو مياشتو کې چې په دغه هېواد کې نښتو زور اخيستی لږترلږه ۱۵۰۰ کسه وژل شوي چې نيمايي يې ملکيان دي.

د ښاغلي زاناه په خبره په لومړي سر کې د دغو وسله والو د بريد اصلي هدف يو استاد و، چې د کوا ښار په يوه ځايي پوهنتون کې يې درس ورکاوه.

دی وايي وسلوالو کسانو په دغه سيمه کې پنځه کسه ووژل او يو شمېر ښځې يې له ځانه سره بوتلې او د پوهنتون کتابخانې ته يې اور ورته کړ.

د احمد زاناه په خبره وسلوالو وروسته د نايجريا او کامرون له پولو سره په پرتو دوو کليو بريدونه وکړل او د دغه ځای ۱۳۰ اوسېدونکي يې ووژل.

دغه بريدونه د تېرې چارشنبې او پنجشنبې پر ورځ وشول، خو د نايجريا پوځ لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

بوکو حرام د نايجريا په شمال کې له ۲۰۰۹ کال راهيسې د يوه اسلامي حکومت د جوړېدو لپاره مرګوني بريدونه کړې دي.

بوکو حرام په دې باور ده، چې نايجريا اوس د داسې کسانو له لوري اداره کېږي چې دين ته چندانې پروا نه لري.

دغه ډله همداراز لويديځ ډوله حکومت او ژوند سره مخالف دي.

په نايجريا کې د بشري حقونو ډلې د بوکو حرام وسلوال او د نايجريا پوځ دواړه د تاوتريخوالي په زياتېدو پړه بولي.

ورته مطالب