په اوکراين کې جګړې مرګ ژوبله اړولې ده

د انځور حقوق n
Image caption راپورونه وايي يو اوکراينی سرتېری وژل شوی او پنځه کسه ټپيان دي

د اوکراين د کورنيو چارو وزارت وايي د دغه هېواد په ختيځ ښار سلووېنڅک کې د نښتې پر مهال د امنيتي ځواکونو يو افسر وژل شوی او څلور کسان ټپيان شوي دي.

د اوکراين د کورنيو چارو وزارت وايي دغه نښته په ختيځ ښار سلووېنڅک کې د روس پلوو وسلوالو کسانو او د اوکراين د امنيتي ځواکونو ترمنځ شوې ده.

د کورنيو چارو وزير ارسين اواکوف وايي په دغه نښته کې لږترلږه يو اوکراینی سرتېری وژل شوی او دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اووښتې.

د شنبې پر ورځ يو شمېر کسانو چې ويل کېږي وسلې ورسره وې د اوکراين پوليسو پر يوه مرکز بريد وکړ، او اوس کيف د دوی پر ضد عمليات پيل کړي دي.

مخکې تر دې د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف ويلي و چې د اوکراين په ختيځ کې هر ډول پوځي خوځښت به پر راتلونکو خبرو سيوری وغوړوي.

امريکا د اوکراين په ختيځ کې د روسيې د پاروونکي رول غندنه کړې ده، خو روسيې د اوکراين په ختيځ کې په هر ډول مخامخ مسووليت رد کړی دی.

دغه شخړې پر داسې مهال رامنځته کېږي، چې ټاکل شوې پنجشنبې پر ورځ د روسيې، امريکا، اروپايي ټولنې او اوکراين ترمنځ په جنيوا کې څلور اړخيزې خبرې وشي.

امريکا وايي د اوکراين په ختيځ کې ناکراريو چې د دوی په خبره روسيه يې ملاتړ کوي، په کيف کې چارواکي ننګولي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري خپل روسي سيال سرګي لاوروف ته په ټيليفوني خبرو کې ويلي، چې وضعيت کې ښه والی راولي که نه له نورو پايلو سره به مخامخ شي.

وړمه ورځ اوکرايني چارواکو وويل د هېواد په ختیځ کې وسله والو کسانو چې برګ پوځي یونیفورمونه یې پر تن وو د پولیسو یوه پوسته نیولې ده.

پولیس وايي د روسیې له پولې سره نژدي په سلوویانسک کې دغو وسله والو د پوستې د نیولو لپاره ډزې وکړې او لاسي بمونه یې وکارول.

ورته مطالب