نیواک ګرو د اوکرایین ضرب الاجل ناګاره بللی

د انځور حقوق Reuters
Image caption روسي پلوو ځواکونو هېڅ داسې نښه نه ده ښوولې، چې ګني له حکومتي ودانیو به وځي.

په داسې حال کې چې اوکرایین په ختیځ کې روسیې ته له حکومتي ودانیو د وتلو ضرب الاجل ټاکلی و، روسي پلوو ځواکونو لاهم پر ځینو حکومتي ودانیو ولکه ټینګه کړې ده.

روسیې او اوکرایین په ملګرو ملتونو کې د ناندریو په ترڅ کې پر یوه بل د ترهګرۍ تورونه پورې کړي دي.

د امنیت شورا په یوې بېړنۍ غونډه کې د روسیې سفیر ویتالي چرکین ویلي، د اوکرایین حکومت د دغه هېواد په ختیځ کې له خپلو خلکو سره جګړه کوي.

د اوکرایین استازي یوري سرګییف په غبرګون کې ویلي چې روسیې د اوکرایین په بې ټیکاوه کولو پسې راخيستې او په وینا یې د دغه دولت ړنګول غواړي.

نوموړي له روسیې نه وغوښتل چې له اوکرایینه په سوله کې ووځي.

روسیې وروسته له هغې د امنیت شورا د دغې بېړنۍ غونډې د جوړېدو غوښتنه وکړه، چې د اوکرایین لنډمهالي ولسمشر الېکساندر تورچینوف وویل، که د دوشنبې تر سهاره روسي پلوي وسله وال له حکومتي ودانیو و نه وځي دی به یې پر وړاندې له زوره کار واخلي.

د روسیې سفیر په دې اړه وویل:

''موږ د امنیت شورا دا بېړنۍ غونډه د دې اندېښنو له کبله راوبلله چې په سوېل ختیز اوکراین کې وضعیت له کنتروله وتونکی دی. د اوکراین سرپرست ولسمشر تورچینوف چې د دغه هېواد په سوېل ختیځ کې د زور کارولو کوم مجرمانه امر کړی دا به د وضعیت د لا خرابوالي پر لور یو بل ګام وي. دا چاره له هغو ډاډګېرنو سره په بشپړ مخالفت کې ده، چې زموږ لوېدیزو منځګړیو په دې اړه موږ راکړې دي''.

د اوکرایین حکومت وویل، که چېرې له حکومتي ودانیو روسي پلوي ځواکونه ونه وځي، نو پوځي عملیات به ورباندې پیل کړي.

روسي پلوو ځواکونو د دوشنبې پر ګهیځ ځینې ودانۍ ونیولې.

د اوکرایین ختیځ کې تر ډېره روسي توکمه وګړي اوسېږي، چې په تېره فبروري میاشت کې د اوکرایین د مخکني ولسمشر ویکتور یانو کوویچ تر لیرې کېدا وروسته یې مظاهرې هم وکړې.

د انځور حقوق AP
Image caption د اوکرایین حکومت وویل، که چېرې له حکومتي ودانیو روسي پلوي ځواکونه ونه وځي، نو پوځي عملیات به ورباندې پیل کړي.
د انځور حقوق AP
Image caption د اوکرایین استازي یوري سرګییف په غبرګون کې ویلي چې روسیې د اوکرایین په بې ټیکاوه کولو پسې راخيستې

ورته مطالب