سوریه کې د 'المنار' تلوېزیون درې خبریالان وژل شوي

د انځور حقوق
Image caption د المنار تلوېزیون له لوري د وژل شویو خبریالانو انځورونه.

د سوریې شمالي تاریخي ښار معلولا کې د برید پرمهال د لبنان حزب الله ډلې اړوند المنار تلوېزیون درې لبناني خبریالان وژل شوي.

دغه خبریالان د تېرې دوشنبې پر ورځ وژل شوي.

معلولا ښار کې تر ډېره عیسوي وګړي اوسېږي.

المنار تلوېزیون ویلي، د خبریالانو له ډلې یې دوه نور کسان ټپیان شوي، چې روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ دی.

دغه تلوېزیون په یوه ویناپاڼه کې د برید پړه پر "ترهګرو" اچولې ده.

د وژل شویو خبریالانو نومونه حمزه الحاج حسن او تصویر اخیستونکی محمد منتش او تخنیکي انجنیر حلیم علاو الدین ښوول شوي.

دوی معلولا ته د حکومتي ځواکونو او حزب الله او وسله والو ترمنځ د نښتو خبري پوښښ ته ورغلي وو.

Image caption معلولا ښار کې تر ډېره عیسوي وګړي اوسېږي.

پر معلولا ښار په تېر دسمبر کې جهادي وسله والو ولکه ټینګه کړې ده.

د لبنان ولسمشر میشال سلیمان پر ټویټر پاڼه دغه برید یو بې زړه عمل بللی دی.

المنار تلوېزیون هغه وېډیو هم خپره کړې ده، چې خبریالان لېږدوونکی موټر په کې په نښه کېږي.

دا برید ډېره لږ موده وروسته تر هغه شوی، چې د سوریې پوځ د حزب الله جنګیالیو په ملاتړ معلولا ښار نیولی.

ورته مطالب